امريکايي څېړنه: اسلام به د نړۍ اکثريتي دين شي

اسلام

امريکايي څېړنه: اسلام به د نړۍ اکثريتي دين شي

1427

د بيو په نامه په امريکا کې د څېړنو مرکز وايي چې د روانې پېړۍ تر پای ته رسېدو مخکې به اسلام د ځمکې له پاسه د تعداد له مخې تر ټولو لومړی شي. په دغه ترتيب به د مسلمانانو شمېر له مسيحيانو څخه ډېرېږي.

په ۲۰۱۰م کال کې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو شمېر يو عشاريه شپږ مليارده کسانو ته ورسېد، چې دا د ټولې نړۍ د اوسېدونکو ۲۳ سلنه جوړوي. اوس په نړۍ کې اکثريتي دين مسيحيت دی چې د نړۍ د اوسېدونکو ۳۱ سلنه جوړوي.

د بيو په نامه د څېړنو مرکز وايي چې که اوسنی ډيموګرافيکي پرمختګ دوام ومومي، د روانې پېړۍ له پای ته رسېدو سره به د مسلمانانو شمېر تر مسيحيانو ډېر شي.

رسنۍ وايي چې د مسلمانانو د شمېر د ډېرېدو لامل که له يوې خوا د اسلام منل دي، له بلې خوا تر ټولو مهم لامل دا دی چې په مسلمانانو کې بچي ډېر زېږول کېږي چې دا په طبيعي شکل د کم عمره کسانو شمېر زياتوي.

اسلام که څه هم په آسيا او افريقا کې ډېر منونکي لري، مګر په دې وروستيو کې اسلامي دعوت په اروپا کې هم ډېر پرمختګ کړی. سرچينې وايي چې اوسمهال په اروپا کې د مسلمانانو شمېر تر لس سلنې زيات دی.



اعلان