امريکا کې يو کتاب پنځه اويا کاله وروسته بېرته کتابتون ته تسليم شو

کتابونه

امريکا کې يو کتاب پنځه اويا کاله وروسته بېرته کتابتون ته تسليم شو

751

  د امريکا په پنسلوانيا ايالت کې يوه کتابتون ته هغه کتاب بېرته ورکړل شو چې پنځه اويا کاله مخکې يوه کس د څو ورځو له پاره امانت اخيستی و.

رسنۍ راپور ورکوي چې تر اوسه پر دغه کوچني کتاب د ځنډ له کبله ۵۵۴ ډالره جرمانه راغلې وه، خو دا چې کتاب بېرته ورتسليم شو، کتابتون ياده جرمانه بېرته لرې کړه.

راپورونه زياتوي چې دغه کتاب (Val Rides the Oregon Trail) په نامه دی. پلار له کتابتون څخه د لوستو له پاره وړی و، خو زوی بېرته تسليم کړ. د کتابتون د يادښت کتاب ښکاره کوي چې د ۱۹۴۱م کال د ديسمبر مياشتې په دويمه نېټه دغه کتاب له لوسټېرهوټ آزاد کتابتون څخه وېستل شوی و. له دې پنځه ورځې وروسته جاپان د امريکا پر پرل هاربر پوځې اډې بريد وکړ او امريکا دويمې نړيوالې جګړې ته داخل شوه.

رابرټ لوکمين هغه څوک دی چې پلار يې پنځه اويا کاله وړاندې ياد کتاب له کتابتون څخه امانت اخيستی و. دی وايي چې اوس يې په کور کې کتاب وموند او بېرته يې کتابتون ته تسليم کړ.



اعلان