تهذيب الاخلاق کتاب

کتابونه

تهذيب الاخلاق کتاب

680

زاهد جلالي

ځينې وختونه سړی له سترو مسايلو سره عادي و سرسري تعامل کوي. اخلاق، علم، قانون… مهم انساني مسايل دي. غربي او شرقي ټولنو کې شته او ربط ورسره لري. کله کله يوه ستونزه سړی ځينو مسايلو ته متوجه کوي. د اخلاقو ژوره او فلسفي څېړنه هغه څه وو چې له يوه بدخلقه سره له تعامل وروسته يې زه ورمتوجه کړم. که څه هم په پوهنتون کې مو د اخلاقو او قانون د بېلوالي په اړه څه غربي نظريات لوستي وو، خو تفصيلي او جدي نه وو. د دې موضوع په تړاو مې ځينې کتابونه له نټ څخه ښکته کړل. يو جالب کتاب د ستر اسلامي اديب، جاحظ «تهذيب الاخلاق» و.

جاحظ (۱۵۹ – ۲۵۵ هـ) د طلايي اسلامي دورې ستر اديب دی. د هارون الرشيد او مامون په واکمنۍ کې، چې د علم او ادب پېر و، اوسېدلی. د هغه په اړه ډېره مشهوره ده چې تور، بدرنگه او د ټيټې ونې څښتن و؛ خو کتابونه يې دومره ښايسته دي، چې تر اوسه يې ژوندی ساتلی او ډېر لوستونکي يې پر هغه مين کړي. ستر څېړونکی، عبد السلام هارون يې د عربي بيان علم امام بولي. اوسنی کتاب يې پر زړه چنگ لگوي. لوستونکی چې يې څومره لولي، نور يې لوستو ته وربولي.

تهذيب الاخلاق کې ټوله موضوع په څلورو څپرکيو کې خلاصه شوې. لومړی څپرکي کې د اخلاقو تعريف او د اخلاقو پر وړاندې د نفسونو ډولونه څېړل شوي. دويم کې ښه اخلاق، بد اخلاق او هغه څه چې کله ښو کې راځي او کله بدو کې. په درېيم کې له بد نفس څخه د ځان ساتلو لارښوونې يادې شوي دي. د کتاب څلورمه برخه، چې د کتاب مهمه برخه ده، هغه څه په کې په گوته شوي چې انسان اخلاقي کمال ته رسوي.

يو وارې مې د مرحوم ظفر اسحاق انصاري په يوه ليکنه کې لوستي وو چې انسان يو اخلاقي موجود دی. يعنې انسان په اخلاقو له نورو حيواناتو بېلېږي. دغه راز، قرآن د اسلام د رسول ستر صفت «لوړ اخلاق» يادوي. معنا دا چې دا د هغه د شخصيت تر ټولو بارزه ځانگړنه ده. خو پوښتنه دا ده چې اخلاق څه دي؟!

جاحظ اخلاق داسې تعريفوي چې «يو نفساني حالت دی، چې انسان يې له مخې په عادی او طبيعي حالت کې کړنې ترسره کوي.» ځينې خلک طبيعتا نېک اخلاق لري او ځينې بد؛ خو جاحظ د غربي سايکالوژېستانو پر خلاف پر دې باور دی چې بداخلاقان د رياضت او هڅو له لارې نېک اخلاق خپلولای شي. هغه وايي چې بد اخلاقي او شرارت د انسان په داخل کې شته او زوروره ده؛ ځکه خو لږ خلک نېک اخلاقه او ډېر بد اخلاقه دي. که انسان فکر ونه کړي، بد اخلاقي يې ښکار کوي او په دغه حال کې سړی د انسان په پرتله څارويو ته ډېر نږدې وي. د جاحظ له نظره ځينې خلک داسې دي چې خپل بد اخلاق نه بدلوي، د دوی پر وړاندې بايد زور وکارول شي او له مجازاتو او جبر پرته يې بله چاره نه شته. دا هغه انسانان دي چې اصل او جوهر يې خراب دی.

د تهذيب الاخلاق لومړي څپرکي کې اخلاقي ځواکونه يا انساني نفسونه په درېو برخو وېشل شوي: شهواني، غضبي (غوسه ناک) او ناطق. شهواني هغه نفس دی چې لذتونه او جسماني شهوتونه، لکه خوړل، څښل او جنسي اړيکې، پرې غالبې وي. که دغه نفس پر سړي حاکم شو، څارويو ته ډېر ورته کېږي او يو شرير او خبيث انسان گرځي؛ خو ټولنه کې بايد دغه کس تاديب شي او مخه يې ونيول شي؛ ځکه چې نورو خلکو سره يو ځای اوسېدو کې هغوی خرابوي. غضبي نفس بيا هغه دی چې پر انسان غوسه، جرئت او د غلبې شوق واکمنوي. دا نفس له شهواني څخه خطرناک دی؛ ځکه چې انسان پر نورو ظلم، وژنې، غصبونې او نورو خطرناکو جرمونو ته اړ کوي.

د پورته دوو ظالمو نفسونو پر وړاندې، درېيم ناطق نفس دی. دا هغه نفس دی چې انسان له څارويو بېلوي؛ ځکه چې په دغه حالت کې انسان فکر کوي، ښه او بد سره بېلوي او له شهواني او غضبي نفس څخه ځان ساتي. دغه نفس د علم و ادب د ترلاسه کولو او له رذايلو د ځان ساتلو فضيلت لري. ځو ځينې ستونزې هم لري، لکه، چل، حسد، ريا او نور. نو انسان بايد فکر وکړي، مثبت صفتونه يې خپل کړي او له منفي يې ځان وساتي.

د کتاب دويم څپرکی درې ډوله اخلاق څېړي: ښه، بد او هغه چې نسبي وي، معنا دا چې کله ښه وي او کله بد. جاحظ له شهوتونو ځان ساتل، قناعت، له فحش ويلو ځان ساتل او په دغو مجلسونو کې برخه نه اخيستل، له غچ اخيستلو، بې ځايه خبرو او حرکتاتو ځان ساتل، حيا، مينه، مهرباني، وفا، امانت، راز ساتل، تواضع، موسکا، رښتينولي، خلکو ته ښه غوښتل، سخاوت، شجاعت، خپل حالت لوړول، د سختۍ پر مهال صبر، لوړ همت او عدالت د ښو اخلاقو له ځانگړنو څخه شمېري. بلې خوا په بدو اخلاقو کې فسق، له هرې بدې لارې مال پيدا کول، سپک عادتونه، ژر غوسه کېدل، ډېرې خبرې او بې ځايه حرکتونه، د خلکو سپکاوی، عشق (د غلط شهوت تابېداري)، سخت زړي، غدر، خيانت، راز افشا کول، غيبت، کبر، موسکا نه کول، دوراغ، چل، په زړه کې دوښمني ساتل، بخل، ډار، حسد، بې همتي او ظلم راولي.

دا خو هغه څه وو چې مطلقا ښه يا بد گڼل کېدل. بيا په درېيمه څانگه کې هغه صفتونه يادوي چې کله ښه وي او کله بد. دې کې لومړی کرامت خوښول دي. د دې معنا دا ده چې يو انسان په خپل صفت خوشاله شي. د جاحظ له نظره، په ماشومانو کې دا عادت ښه دی، ځکه چې هڅوي يې؛ خو مشرانو کې ښه نه دی. دويم عادت زينت خوښول دي. ځان ښايسته کول، ښه گرځېدل او ښه خوړل په مشرانو او پاچايانو کې ښه دي؛ مگر له زاهدانو، عالمانو، خطيبانو او د ښارونو له مشرانو سره ښه نه ښکاري. درېيم، د صفت کولو په مقابل کې جايزه ورکول دي. دا د پاچايانو او مشرانو له پاره ښه دي، مگر د وړو خلکو له پاره ښه نه دي، ځکه چې دې کې چل دی. وروستی عادت چې چا ته ښه وي او چا ته بد، زهد دی. زهد له مال سره مينه نه ساتل او له دنيا لرې والي ته وايي. جاحظ وايي چې دا عادت له علماوو، مشايخو او خطيبانو سره ښه ښکاري، ځکه هغوی خلکو ته آخرت او قبر وريادوي؛ خو له پاچايانو سره مناسب نه دی؛ ځکه چې دا يې پاچايۍ ته ضرر رسوي. د واکمنۍ او مشرۍ تقاضا دا ده چې پيسې بايد وساتل شي، که نه سېستم له منځه ځي.

د کتاب درېيم څپرکي کې له شهواني او غضبي نفسونو څخه د خلاصون لارې چارې ښودل شوي. په پيل کې ليکوال پر دې ټينگار کوي چې مال انسان ته شرافت نه وربښي؛ بلکې مال د فساد او بد اخلاقۍ لارې آسانوي. هغه وايي، له يوه مالداره بد اخلاق څخه فقير حکيم ډېر ښه دی. بيا د شهواني او غضبي نفس د مخنيوي لارو کې د حکيمانو، پوهانو او زاهدانو پر مجلس ټينگار کوي او وايي چې د احمقانو او پوچ خولو له مجلس څخه تېښته په کار ده. هغه وايي چې نفس بايد ذليل شي او د دغو نفسونو ذلت بايد انسان يو هدف وبولي. دغه راز د اخلاقو کتابونه لوستل، د زاهدانو له کيسو ځان خبرول اړين دي.

جاحظ له شرابو پر ځان ساتلو ډېر ټينگار کوي. همدارنگه د موسيقي په اړه وايي چې بايد لږه واورېدل شي او د پېغلو او هغه چا په غږ وانه ورېدل شي چې شهوت پاروي. د ډوډۍ خوړو په تړاو وايي چې بايد د لوږې د درد د مخنيوي له پاره وخوړل شي، نه د خوند له پاره. له غوسې د ځان ساتلو له پاره ښه دا ده چې سړی د غوسې پر مهال دا فکر وکړي چې که د مجرم پر ځای زه وای، څه بايد راسره شوي وای. بايد دغه نفس ذليل شي، له جگړې او د جگړې له وسايلو لرې وساتل شي. همدارنگه بايد د ناطق نفس د خپلولو هڅه وشي او پر دې فکر وشي چې د کوم يوه گټه څومره ده او تاوان څومره.

د کتاب څلورم او وروستی څپرکی د اخلاقي کامل انسان عادات بيانوي. جاحظ وايي چې اخلاقي کمال که څه هم ستونزمن دی؛ خو ناممکن نه دی او په دغه حال کې انسان د انسانانو په نسبت ملايکو ته ډېر نږدې کېږي. د کمال عاشق ته د جاحظ سپارښتنه دا ده چې بايد د خلاقو په اړه مطالعه وکړي، په لذتي او شهواني مسايلو کې له کمي او عتدال څخه کار واخلي او له غلطو او منفي شهوتونو ځان خلاص کړي. دغه راز د اخلاقي کمال غوښتونکی بايد سخا ولري او خپله ډوډۍ له نورو سره شريکه کړي او همدارنگه زاهد وي، مال ته په ټيټه سترگه وگوري، خزانو کې يې نه وساتي؛ بلکې له محتاجانو سره يې شريکوي. دغه راز، له غوسې ځان وساتي، له خلکو سره مينه کوي او خيري کارونو کې تکړه وي. له ټولو پټو او ښکاره عيبونو څخه ځان ساتي او چاپلوسي بده گڼي.

جاحظ په همدغه لنډيز د اخلاقو يو ستر درس وړاندې کوي. د هغه الفاظ او جملې ښې دي او که څوک هڅه وکړي د سپارښتنو له لارې يې اخلاقي کمال ته رسېدل ناشونې نه دي؛ بلکې عملي بڼه غوره کولای شي. زموږ په څېر ټولنه کې چې له اخلاقو د خلکو فهم ډېر محدود او يوازې د انسان پر مخامخ تعامل پورې منحصر دی، د دغه کتاب لوستل او عام کول مهم برېښي.



اعلان