د ورکې لارې مساپر

کتابونه

د ورکې لارې مساپر

591

د کتاب نوم: د ورکې لارې مساپر

ليکوال: سيد محمد ګلاب سباوون مومند

پر کتاب استاد مزمل، استاد ناګار، فدا فايض او استاد صميم خپل نظرونه ليکلي.

 کتاب کې د باچاخان په سياسي ژوند او د هغه د عدم تشدد په فلسفې، سياستونو، خدايي خدمتګارۍ او د ژوند د نورو مهمو پېښو په تړاو مستند ليکل شوي. ولي خان او اجمل خټک هم ځای ځای یاد شوي. د استاد مزمل په وينا ژبه يې خوږه، لنډه؛ خو ترخه او د استاد ناګار په وينا تېزه ژبه کارول شوې. ليکوال چې کومه خبره هم کړې د هغې د ثبوت له پاره يې حواله راوړې.
ليکوال وايي باچا خان د عدم تشدد په فلسفې د پښتنو تورځنتوب ننګولی. د باچا خان د عدم تشدد د سوچ سرچينې يې روسيې ليکوال داستايوسکي، تولستوی او ګاندي ښودلي. دغه ډول بله سرچينه يې د هغه د (مشن سکول) عيسوي استاد (ويګرم) ښودلی دی. ليکوال د باچا خان عدم تشدد په ديني او ارواپوهنيزو دلايلو رد کړې او عدم تشدد يې يو ډول روحي ناروغي ګڼلې. ليکوال وايي د باچا خان عدم تشدد جهاد چور نفې کوي.

 ليکوال د باچا خان سياسي ژوند په درېو برخو وېشلی. لومړی يې اسلامي پېر چې باچا خان د خلافت تحريک کې برخه اخلي او د مسلمانو علماوو نه اغېزمن وي. دويم پېر کې باچا خان د انجيل او بودايي مذهب له تعليماتو اغېزمن ګڼي، ليکوال دې پېر ته د باچا خان ګانګريسي يا سيکولر پېر نوم ورکړی. د ليکوال په وينا چې باچا خان په دې پېر کې په عربو او په يوه توګه په اسلام له چنګېز او انګرېز سره يو شان ګز راکاږي. د باچا خان د ژوند درېيم پېر يې سوسيالېستي پېر ګڼلی چې د ليکوال په وينا، په خپل وار يې د پرچم ډلې ملګرتيا غوره کړه. ليکوال ليکي چې د باچا خان جدوجهد د يوه بشپړ کمونيستي انقلاب په توګه د شوروي-روس په ملاتړ له پاسه ورشېوه کېدونکی وګاڼه شو. هغه (راروان دی راروان دی-انقلاب د باچا خان) يې يادوم. په کتاب کې د باچا خان د سياسي ژوند سربېره د هغه شخصي ژوند هم نقد شوی. ليکوال باچا خان پيسه پال بللی.

 د ملايانو په تړاو چې باچا خان څه ويلي، ليکوال هغه د باچا خان ګانګريسي توب او د هغه د پرچمي توب مخينه ګڼي.

 ښايي دا به په پښتو ژبه د صوفي له (درمسال له خټې) وروسته دويم کتاب وي چې په څرګنده يې د باچا خان او ملګرو مبارزه يې نقد کړې او ننګولې او هغه يې يو ناکام سياسي مبارز ښودلی داسې چې خپله موخه يې ترلاسه نه کړه يا د لیکوال په وينا د (ورکې لارې مساپر) و. ليکوال دغه کتاب کې د باچا خان ژوند او مبارزه په بشپړ ډول نقد کړی، نيوکې يې پرې کړي او که ووايو د باچا خان ضد يې ليکلی نو غلط به مو نه يې ويلي.

 لیکوال د اسلامي حزب غړی پاتې شوی/دی. په کتاب کې د لیکوال دایډیالوژۍ اغېر ښکاري او دغه راز یې د پښتنو قبایلو په تړاو د نشنلیانو د ناوړه چلند نه هم سر ټکولی.
کتاب په جلال اباد کې مومند خپرندويې ټولنې چاپ کړی.

کتاب ضرور ولولئ، ډېر نوي څه په کې شته.



اعلان