بدګومانه

ادبي نثرونه

بدګومانه

504

 محمدحسن حقيار

 همداچې ددرېيم پوړ په وروستۍ پوړۍ مې ګام کېښود،نوسمدستي مې سترګې پرهمدې ولګېدې سټېج ته نږدې ناسته وه،سريې پرمېز ښکته کړى و،څه يې ليکل،تالار سپين پړق اوله لسوډېر قنديلونه روښانه وو،تابه ويل چې لمر همدلته کډه راوړې ده،دموسکا دګلابي مخ جلوې پرشيشه يي مېز دپروت سپين ململ رنګ الواني کړى و ،دموسکا دمخ رنګيني اود هغې مخ ته پرمېز دګلانودايښې ګېډۍ ر نګيني يوپه بل کې تاوېدې کله به چې موسکا وخوځېده نود رنګونو اتڼ  به  پيل شو دواړه رنګينۍ  داسې په سيالۍ وې چې   تابه ويل فطرت ، صنعت ځپلي  بشريت ته خپلې کرشمې ورښيي.

دموسکا مخ ته  له ايښي مېز راتاوې پنځه واړه څوکۍ خالي وې  يوځل مې زړه وکړ چې راځه  مړه دهېچا په کيسه کې هم نشې  څنګ ته يې کېنه خو دموسکا  دا هيله مې سترګو ته  ودرېده، چې راته به يې ويل  زړه مې ستا دمينې هديره ده ، دزړه په قبر کې مې يواځې ستامينه ښخه ده  خو ګوره چې اوس  په دنيا کې خلک يواځې تبصرو او په نورو پسې کيسو جوړولو ته اوزګاردي نو پام کوه . 

  زه لا دموسکا دمخ او دګلانو دګېډۍ له پرتلې اوزګار شوى نه وم چې ويندوى په لوډسپيکر کې غږ کړ: زموږ بل مېلمه ښاغلى احمدزي هم تشريف راووړ له ده هيله کېږي چې دستېژ سر ته تشريف راوړي او دنورو مېلمنو  ترڅنګ  کېني. ټکان مې وخوړ خپل حواس مې راټول کړل زما دنوم په اورېدلوسمدستي موسکا هم دروازې ته راوکتل،  ودرېدله ، دستړي مه شي په دود يې سر وخوځاوه .   

زه پر ستېژ مېلمنو  ته مخامخ کېناستم  .

 له ځان   سره  له موسکا ګيلمن وم چې ولې   له ماسره يوځاى کليزې ته رانغلله ، ولې يې دلته د راتللو پر وخت   پر ما غږ ونکړ ؟ ولې....  چې په همدې وخت کې يوښکلى ځوان راغى او نېغ دموسکا خواته ورغى، موسکا هم ددې لپاره چې ځوان يې ځانته ښه نږدې  کېنولى وي له ترڅنګ څوکۍ څخه خپل لاسي بيک پورته او هغه ته يې  ځاى خالي. ددې ځوان لاسونه لامده وو موسکا خپل دستکول پرانست دستمال يې ترې راووېست  او هغه ته يې ورکړ. دواړو   په ټيټ غږ يوبل ته څه وويل اوبيا په خنداشول  ، نږدې وه چې ددې حالت په ليدلو له څوکۍ راپرېوځم . کله پرځان او کله پر خپلو سترګو بې باوره شم  حيران شوم  چې دازه څه وينم.آيا زه ويـښ يم او که ويد ه کله ځانته کاذب ډاډورکوم چې هسې خيال او وهم  اخستى يې .حقيقت داسې ندى

. کله پر خپلو سترګو او مشاهداتو شکمن شم : دا زه څه وينم ايا داهماغه موسکا ده چې زه يې خپله ټوله دنيا بولم اوخپلې ټولې هيلې مې ورپورې تړلې دي،  آياداهماغه څوک ده چې د زرګونو مخلوقاتو له منځه   زما يواځينى انتخاب دى ايا داهماغه موسکا ده چې همدا پرون يې  په قسم راسره وعده وکړه چې، دبل بوى  هم پرې حرام شه او نن هغه دى دومره دبل په مينه کې مسته ده چې ما خو پرېږده آن  دمراسمو  په سلګونوګډونوالويې هم سترګې نه سوځي. ؟

 د تصور او خيال ماڼۍ مې ړنګه او خپل ارمانونه مې دسمندرپه څپو  لاهوليدل .

دا اندېښنه  مې قوي شوه چې   موسکا ځانته  همدا ځوان انتخاب کړى او دې محفل دهغې لخوا ماته بلنه هم دهمدې لپاره ده چې داهرڅه پخپلو سترګو ووينم  او په سراب پورې زړه ونه تړم .

 موسکا کله  دسترګو په کونج  کې ماته وګوري ،کله ددې ځوان غوږ ته خوله ورنږدې کړي او کله بيا هغه ددې په غوږ کې خبر وکړي دا ورته غوږ ورنږدې کړي .

 له ډېرې غوسې رپېږم، ټول ژوند راته ټوکې  او مسخرې ښکاره شو،  دذهن په هنداره کې مې دموسکا خاطرې او ړي او رااوړي ،له ځان سره کرم رېبم چې رښتيا  هم په انجونو کې وفا نشته ،. دګل او صنوبر کيسه مې ذهن ته نېغه نېغه شوه. کله مې زړه  راډک شي وايم راځه ښه په زوره وژاړه اودمحفل ټولو خلکو  ته کيسه وکړه. 

 کله کله دموسکا په مينه او فکر کې دې چټک بدلون ته حيران شم  ،ددنياهرحقيقت راته دروغ وبرېښېد،پرهرڅه بې باوره شوم،په لږه شېبه کې مې  دهرې فلسفې په اړه     فکر  اونظر  بدل   شو،له دنيااودنياوالومې زړه تورشو،په دې فکر کې وم چې له  موسکا  څخه دخپلې سوځېدلې مينې غچ  څه ډول واخلم .

په همدې کې دکليزې دکېک دپرېکولواعلان وشو،څوتنه راغلل،کېک يې پرې کړ له هر مېزڅخه خلک راتلل،اوځانته يې کېک ووړ ،موسکا هم راغلله، قاب يې له کېک څخه ډک کړ،دوه قاشوغې اودوه پنجې يې  واخستې کېک ماته نږدې ايښى و ،کله چې رانږدې شوه، نودسرپه ښورولويې سلام وکړ ،زماله سترګودکرکې اور بادېده،خپل مېز ته لاړه په دستمال يې قاشوغې او پنجې پاکې کړې ، يوه قاشقه اويوه پنجه يې  دزلمي  مخ ته کېښوده اويوه يې ځانته،  ورته مسکۍ شوه او قاب يې ورنږدې کړ . کله يې چې   هغه ته  په قاشوغه په  خوله کې کېک   ورکړ دلته زما خوله داسې وسوځېده لکه چې چا راته سکروټه  راکړي وي . زه د اور په غرونوکې بنداودخپلې ناکامې مينې دجنازې پر تدفين اوتکفين بوخت وم،چې څنګ ته ناست ملګري مې وخوځولم:((کوم فکر کې يې؟ وياندسټېج ته وغوښتې))،ناڅاپه مې ټکان وخوړ  وارخطا راپاڅېدم    اجنداهم رانه هېره وه،نه پوهېدم چې څه ووايم پرستېج مې له اورېدونکيودناروغۍ په پلمه ځان خلاص کړ بېرته په خپل ځاى کېناستم،دسوچونو سمندرلاهوکړم((ښه ددې چې دازلمى خوښ وو نوله ماسره يې ولې دبې کچې مينې تظاهر کاوه، له ماسره يې ولې  قسم کاوه چې  ، نه به ته بل چاته په زړه کې ځاى ورکوې اونه زه؟ ژوندبه موهم يوځاى وي اومرګ هم،دې خوپه ماته ويل چې   خېمه   وي  که کوډۍ ستالپاره پرې له ماڼيوتېره يم.

موسکا خوبه راته ويل چې ددې دپلاردسوداګرۍ ډېرشريکان اوددې ترپلارلاشتمن يې غواړي،خوددې مينه له ماسره ده، نونن   ولې له ماڅخه غوړ زلمي ته زمااو دټولو ګډونوالوپه مخ کې خاندي او په ناز ورسره خبرې کوي   ؟، کله به سوچ راغى چې که موسکا  رښتيا  هم مطلب اشنا اويادپيسو وږې واى،نوپه دا دومره وخت کې خوبه يې له ماپيسې يابل څه غوښتي واى!!بيا راته ځان خوشباوره ښکاره شي: نه نه  ياره رښتياچې ښکلې نجونې ټولې دحمام لنګ دي،نن له يوه اوسبا له بل سره وي اورښتياهم دوى مينو پسې نه ،بلکې په  سرواوسپينوپسې ځي،زړه مې تنګ  اوچاود ته نږدې شوى و،څوځله مې زړه وکړچې راځه محفل پرېږده اوچېرته ګوښه په زوره زوره وژاړه، کله به فکر راغى چې راشه له همدې دريم پوړ څخه ځان وغورځوه،اوټولې دنياته دنجونومکاري،بېوفايي  اودنيمې لارې ملتيا وروښيه.

دکليزې دمراسمولومړۍ برخه پاى ته ورسېده،داژانس پربرياليوکارکوونکيود  ډاليواوستاينليکونو دوېش کارپيل شو،وياند به نوم اخست اوديوچاپه لاس به يې ستاينليک ورکړ،په همدې کې يې په يوفيګور اوخاص انداز دګډونوالوپام ځانته  رواړاوه،((پوهېږئ!پوهېږئ!چې اوس دريځ ته څوک راغواړو؟؟،اوس هغه ځوان راغواړوچې زموږداژانس روح بلل کېږي،هغه چې اژانس ته يې ګڼ ملي اونړيوال وياړونه اومډالونه راوړي،هغه چې تل يې زموږسرهسک اوسترګې لوړې ساتلي دي ،نوستاسودلاسونوپه پړقاکې راغواړم شکېب جان!

چيغې اوچکچکې پيل شوې سترګې  په شکېب پسې اوښتې رااوښتې ،له همدې سره دموسکا ترڅنګ ناست ځوان سټېج ته راروان شو،زمادغوسې سمندرلاهم طوفاني او دوينې هرڅاڅکى  وخوټېد  ،هلته موسکا له ډېرې خوشحالۍ په خپله څوکۍ ودرېده،له ډېرو چکچکويې ټيکرى په اوږو ولوېد،په سترګوکې يې دخوښيواوښکې ډنډشوې ، ماويل هسې خويې زما پرځاى ورسره مينه نده پيل کړې،په ده کې خوډېرکاروو، په همدې کې ويانددچکچکواوچيغود ودرېدوهيله وکړه، چکچکې غلې شوې وياند وويل:ښه اوس تاسوپوهېږئ چې ګران شکېب جان ته به ډالۍ اوستاينليک دچا په لاس ورکوو؟ ستاسوپه خيال کې به کوم وزير ياوالي ګرځي ،نه  نه شکېب جان ته والي ياوزير  نه  ،بلکې هغه څوک ډالۍ ورکوي،چې دى يې روزلى  مينه يې ورکړې،له ده سره يې بې خوبي تېره کړې اودده داستعدادپه روزلوکې لوى لاس لري،نوستاسودلاسونوپه شانداره پړقااودرونداستقبال کې راغواړو،دشکېب جان خور (( موسکا))



اعلان