سيګار: ۲۰۱۷ کې د افغانستان د بيارغونې په وړاندې ننګونې اندېښمنوونکې دي

افغانستان

سيګار: ۲۰۱۷ کې د افغانستان د بيارغونې په وړاندې ننګونې اندېښمنوونکې دي

352

سيګار يا د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا د څار اداره وايي، چې په نوي ميلادي کال کې د افغانستان د بيا رغوونې په وړاندې پرتې ننګونې اندېښمنوونکې دي. د دې ادارې رييس جان سپکو زياته کړې ده، چې د امريکا حکومت اوس هم د زرګونو خيالي سرتېرو، ښوونکو او مامورينو تنخاوې ورکوي او خپل مالونه په اوبو لاهو کوي.

د سيګار په تازه راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو ليکې اوس هم له خيالي سرتېرو ډکې دي او دا ځواکونه نه شوي کولی په يوازې ځان ۲۰۱۷ کې د افغانستان امنيت ټينګ کړي.

راپور څرګنده کړې ده، چې افغان سرتېرو تېر کال د لږو پيسو په بدل کې پر وسله والو طالبانو امريکايي وسلې پلورلې دي. امريکا تېر مېلادي کال کې د افغانستان پر ملي اردو، ملي پوليسو او هوايي ځواکونو نږدې درې نيم مليارده ډالر لګولي دي.

سيګار د پنټاګون په قول ليکلي، چې افغان ځواکونه تېر کال توانېدلي، چې د لويو ښارونو ساتنه وکړي، سيمې د اوږې مودې له پاره د طالبانو په ولکه کې پرېنږدي او د طالبانو د بريدونو ځواب ووايي. خو دغه دفتر څرګندوي، چې امنيتي ځواکونه د پخوا په پرتله سږ کال له سختو ننګونو سره مخ دي.

سيګار ويلي: «په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ز کې د افغانستان د خاورې ۷۲ سلنه د دولت تر ولکې لاندې وه، په ۲۰۱۶ کې دا اندازه ۶۳.۴ سلنې ته راښکته شوې ده، چې دا د وضعيت پر بدتر کېدو دلالت کوي».

جان سپکو افغانستان کې د امريکا نورو موخو ته په کتو ويلي، چې د نشه‌يي توکو کاروبار لا هم شته او د افغانستان خلک په دې باور دي، چې له بډو ورکولو پرته يې هيڅ کار پر مخ نه شي تلای.