هرات کې درې ایرانیان د ترهګرۍ په تور نېول شوي 

افغانستان

هرات کې درې ایرانیان د ترهګرۍ په تور نېول شوي 

223

هرات کې درې ایرانیان د ترهګرۍ په تور نېول شوي

هرات کې پوليسو درې ایرانیان د ترهګرۍ په تور نېولي دي.

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې پوليسو درې ایرانیان د ترهګرۍ په تور توقیف کړي دي.

د ترهګرۍ سره مبارزې ریاست مسول فضل الرحمان خادم رسنیو ته ويلي، چې په مرموزو وژنو کې ښکېل درې ایرانیان يې نيولي دي.

خو نوموړي روښانه نه کړه، چې دې کسانو کوم ډول خلک په نښه کول.

خادم زیاته کړه، چې تورنو لومړی ادعا کوله چې افغانان دي، خو له څېړنو وروسته روښانه شوه چې دوی ایرانیان دي.

تر اوسه یادو کسانو په خپل جرمونو اعتراف نه دی کړی، خولومړۍ څېړنې ښيي چې دوی په څو مرموز قتلونه (ټارګټ کلن» کړي دي.

خادم زیاتوي، چې دغه پېښه څرګندوي چې بهرنیان نېغ په نېغه زموږ هېواد کې د بې ثباتۍ او تاوتريخوالي کې لاس لري.

د یادونې وړ ده چې ایران وروسته له دې چې افغانستان کې د داعش ډله را برسېره شوه، نېغ په نېغه د دوی د مخالفينو ملاتړ کوي.

وړمه ورځ د کندهار ولایت په مېلمستون کې دوه غبرګې چاودنې وشوې چې والي په ګډون د عربو اماراتو سفير او نور ګڼ ټپيان او څه نور دپلوماتان او لوړ پوړي چارواکي ووژل شول. د ملي امنیت سلاکار اتمر ويلي چې یاد بريد له هېواده بهر پلان شوی او په برید کې داسې چاودېدونکې مواد کارول شوي، چې افغانستان کې مخينه نه لري.