وټساپ له دې وروسته فيس اخلي

پام وړ

وټساپ له دې وروسته فيس اخلي

772

وټساپ په دنيا کې د پيغام رسولو يو ډېر عام اپليکيشن دی. ويل کېږي چې په ټوله نړۍ کې مليونونه کسان وټساپ کاروي. دغه اپلېکېشن په عادي ژوند کې د چارو د اسانولو سربېره، په سوداګريز ژوند کې ډېر ارزښت لري.

د وټساپ د عامېدو يو لامل دا هم دی چې ټوله دنيا کې مفت دی. خو اوس راپورونه وايي چې دغه اداره پر داسې نوي ورژن کار کوی چې له کاروونکو به پيسې غواړي. د ياد اپلېکېشن نوی ورژن به د انټرپرايز په نامه وي او ډېری کاروونکي به يې سوداګريزې ادارې او کسان وي.

د دغه اپلېکېشن د نوي ورژن موخه په تجارتي ژوند کې د آسانتياوو رامنځ ته کول دي چې د ډېری سوداګرو پام به ورواړوي. دغه نوی ورژن به د سکايپ په څېر يوه اسانتيا لري چې د مختلفو ادارو کارونه به لا آسانه او ګړندي کړي.

تر اوسه پورې د دې په تړاو څه نه دي ويل شوي چې د وټساپ نوی ورژن به له زاړه سره څومره فرق لري. خو داسې ښکاري چې دا ورژن به په ادارو کې ډېر خلک خوښ کړي، ځکه د خونديتوب له نظره به ښه وي.

د يادونې وړ ده چې وټساپ پخوا هم له کاروونکو فيس اخيسته، چې څه موده وروسته يې ختم کړ.