اجراییه ریاست تعویذگرو او کوډگرو ته لایسنس ورکوي

افغانستان

اجراییه ریاست تعویذگرو او کوډگرو ته لایسنس ورکوي

894

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ریاست د بلخ په مرکز مزارې شریف کې له مودې را په دې خوا د تعویذگرو او کوډگرو د له منځه وړلو کار شروع کړی چې په ځینو برخو کې اجراییه ریاست د دوی د کار پر وړاندې خنډ گرځېدلی دی.

د مزارې شریف د حج، ارشاد او اوقافو ریاست مشر تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې یوه تعویذگر چې د دوی له لورې یې دکان له منځه وړل شوی وو د اجراییه ریاست نه یې مکتوب تر لاسه کړی چې له موږ نه په کې غوښتل شوي چې د ده د کار مخه ونه نیسو.

د اوقافو د ریاست مشر دغه راز زیاتوي چې هیڅ مکتوب به د دوی د کار مخه ونه نیسي او دوی به چاته اجازه ورنه کړي چې په مزارې شریف او د بلخ په نورو سیمو کې د کوډو او تعویذ کارونه پر مخ بوځي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه د اجراییه ریاست له ویاند مجیب رحیمي سره مرکه کړې، رحیمي په دې اړه ویلي چې د اجراییه ریاست له لورې داسې کوم مکتوب نه دی لېږل شوی او که لېږل شوی هم وي نو دوی کوښښ کوي چې بېرته یې راوغواړي او د دې کار مخه ونیسي.

دوه کاله وړاندې د کابل په شاه‌دوشمشېرې ولي مخې ته نامعلومو خلکو د فرخندې په نامه یوه انجلۍ په دې ووژله چې گواکې د قرانکریم بې حرمتي یې کړې خو وروسته بیا معلومه شوه چې د فرخندې په وژنه کې د سیمې تعویذگرو لاس درلود. له دې پېښې وروسته د اوقافو وزارت مسوولینو د تعویذگرو له منځه وړلو هڅې شروع کړې چې په مزارې شریف کې له دې پېښې سره مخ شول.