روسيه: خدای دنيا په ۷ ورځو کې جوړه کړې امريکا يې په ۹ کې ورانوي

پام وړ

روسيه: خدای دنيا په ۷ ورځو کې جوړه کړې امريکا يې په ۹ کې ورانوي

2848

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې، ماريا زخاروفا د پای ته رسېدلې امريکايي ادارې په ځينو کړنو سخته نيوکه کړې ده او ويلي يې دي چې که څه هم د دوی د واکمنۍ ۹ ورځې پاتې دي، خو دوی به همدغه موده کې دنيا ورانه کړي.

ماريا زخاروفا دغه څرګندونې په خپله فېسبوک پاڼه کې کړې دي. هغې ويلي دي چې اوباما په خپلو څو پاتې ورځو کې داسې پرېکړې کوي چې دنيا ورانوي.

هغې پرون، د چهارشنبې په ورځ ليکلي وو چې هره ورځ داسې خبرونه ګوري چې واشنګټن پر روسيې نوي بنديزونه لګوي او په سوريه کې وينه تويوونکو ته د الوتکې ضد وسلې ورکول کېږي. هغې ليکلي دي چې دا پرېکړې په بهرني سياست کې تاواني دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ليکلي دي چې خدای دنيا په اوو ورځو کې جوړه کړه، خو د اوباما ادارې ته تر دې دوه ورځې ډېرې پاتې او دوی به يې همدغه موده کې ورانه کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت تر دې يو ورځ وړاندې هم د امريکا د دفاع وزير، اشتون کارتر هغه څرګندونې چې د داعش پر ضد د روسيې پر جګړه يې کړې وې، په توندۍ ردې کړې وې.