امریکا له افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې د ترهگرۍ پر ضد یو بل سره مرسته وکړي

سيمه او نړۍ

امریکا له افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې د ترهگرۍ پر ضد یو بل سره مرسته وکړي

176

امریکا د سیمې له هېوادونو په ځانگړي ډول افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې د ترهگرۍ پر ضد جگړې کې له یو بل سره مرستې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر تېره ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې دغه درې هېوادونه له یو بل سره ډېر مشترکات لري او د سیمې د ښه راتلونکي له پاره دې گډه مبارزه وکړي.

ټونر دغه راز پاکستان وستایه او ترې مننه وکړه چې له افغانستان سره په نږدې پرته سیمه کې د ترهگرۍ پر ضد یې جگړه کړې او دغه سیمه یې د اورپکو له کنټرول څخه وېستې ده.

امریکايي سیاستوال پاکستان په دې تورنوي چې دوی نه غواړي چې افغانستان کې سوله راشي او د جگړه اور تازه ساتي، ټرامپ هم پخپل ټاکنیز کمپاین کې پاکستان ته څو وارې گوت څنډنه کړې وه.

ساسي شنونکي په دې نظر دي چې ښايي د ټرامپ له راتلو سره د پاکستان او امریکا اړیکې نور هم کړکېچنې شي او پر پاکستان د امریکا فشارونه ډېر شي