ډونالډ ټرامپ وايي چې له روسیې سره کومه اړیکه نه لري

سيمه او نړۍ

ډونالډ ټرامپ وايي چې له روسیې سره کومه اړیکه نه لري

120

په امریکا کې د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرامپ د دې هېواد راتلونکی ولسمشر وټاکل شو او له هغې راپه دې خوا یې پرون لومړی خبري کنفرانس ورکړ.

ټرامپ په خبري کنفرانس کې وویل چې له پوتین سره نه کومه اړیکه لري او نه هم کومه معامله، هغه دغه راز هیله څرگنده کړه چې غواړي له روسیې سره ښې اړیکې ولري.

تر دې خبري کنفرانس دمخه د امریکا استخباراتي ادارو خبر ورکړی و چې روسانو د پوتین په امر د امریکا په ټاکنو باندې سایبیري برید کړی او ټاکنې یې د ټرامپ په ګټه اړولي دي. ټرامپ د استخباراتو دغه خبره څو وارې رد کړې او زیاته کړې یې ده چې له پوتین سره کومه اړیکه نه لري او غواړي چې په راتلونکي کې له چین او روسیې سره ښې اړیکې ولري.

امریکایي استخباراتو د روسیې د سایبیري برید په اړه اوباما او ټرامپ دواړو ته په دوو پاڼو کې راپور ورکړی و چې ټرامپ پرې تر پایه باور ونه کړ.

کریملین دغه راز د امریکا د استخباراتو تورونه څو ځله رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا د خندا وړ دي چې روسیه دې د امریکا په ټاکنو باندې سایبیري برید وکړي.