طالبانو د امريکايي پوهنتون د تښتوليو پروفيسرانو وېډيو خپره کړه

افغانستان

طالبانو د امريکايي پوهنتون د تښتوليو پروفيسرانو وېډيو خپره کړه

397

وسله والو طالبانو د هغو دوو پرفيسرانو وېډيو خپره کړې ده، چې د تېر کال اګسټ مياشت کې کابل کې وتښتول شول. دغه پروفيسران يو اسټراليايي او بل امريکايي دی او کابل کې د امريکايي پوهنتون استاذان وو.

امريکايي کيون کينګز او اسټراليايي ټيموتي جان ويکس په دې وېډيو کې له امريکا غوښتي، چې د دوی ژوند وژغوري او طالبانو سره يې د خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړي. دوی دواړو له خپلو کورنيو غوښتنه کړې، چې د همدې له پاره پر امريکايي حکومت زور راوړي.

دواړو پرفيسرانو وېډيو کې د امريکا له ولمسشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د طالبانو دا غوښتنه ومني، چې د بګرام او پلچرخي له زندانونو د هغوی بنديان خوشې شي.

کينګز په دې وېډيو کې خپلې کورنۍ ته وايي: «موږ نه پوهېږو طالبان به څومره نور را ته وګوري، تاسو نه هيله کوم، چې حکومت نه وغواړئ څو دوی سره خبرې وکړي».

طالبانو دا وېډيو تازه خپره کړې ده او داسې برېښي چې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه ثبت شوې وي. امريکايي ځانګړو ځواکونو د دې پروفيسرانو له تښتول کېدو څو ورځې وروسته ننګرهار کې پر يوه غره‌ييزه سيمه په دې ګومان بريد وکړ، چې دوی هلته ساتل شوي دي، خو دغه بريد بريالی نه شو. طالبانو اوس خبرداری ورکړی، چې که امريکايي ځواکونو بيا دا ډول ګام پورته کړ، د يرغمل کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې له دې پروفيسرانو پرته نور بهرنيان هم د طالبانو په بند کې دي او د خوشې کولو په بدل کې يې له امريکايي حکومته خپلې غوښتنې لري، خو امريکا لا دې ته زړه نه دی ښه کړی.