د دوهمې نړيوالې جګړې اعلانونکې ژورنالېسته مړه شوه

د پرون کيسه

د دوهمې نړيوالې جګړې اعلانونکې ژورنالېسته مړه شوه

1500

پرون، د سې شنبې په ورځ، ژورنالېسته کلېر هولېنګورت، چې د دوهمې نړیوالې جګړې په اړه يې لومړی راپور ورکړ و د ۱۰۵ کلو په عمر کې هانګ کانګ هېواد کې مړه شوه.

هولېنګورت په ۲۷ کلنۍ کې د برتانوۍ جرېدې سره ژورنالېسته وه
هولېنګورت په ۱۹۳۹م کې د دوهمې نړیوالې جګړې په اړه لومړی راپور ورکړ. نوموړې هغه مهال  ۲۷ کلنه وه او یوې برتانوۍ ورځپاڼې سره يې کار کاوه.
 نوموړې وايي، زه د ورځپاڼې له خوا د المان سرحدي سيمو ته و استول شوم. د رسېدو سره سم مې د المان په ټانګونو او نظامي تجهیزاتو سترګې شوې چې د پولنډ لورې ته د جګړې له پاره رهي ول.
تر دې دمه هټلر په رسمي ډول د جګړې اعلان نه و کړ.
 هولېنګورت زیاتوي چې د یادو تحرکاتو په اړه مې د «ټلګراف» ورځپاڼې ته مقاله وليکله، چې د یاد کال سپتمبر په لومړیو ورځو کې نشر شوه.
 هلوېنګورت همداراز د پولنډ او انګلستان چارواکو ته د یادې جګړې په تړاو ګڼ ليکونه استولي و. چې په دې سره نوموړی د نړۍ په کچه د مهمو پېښو راپور ور کولو کې لومړی مقام تر لاسه کړ.
نوموړې په ۲۰۰۹۹م کې «تلګراف» ورځپاڼې سره په مرکه کې، د یوې پوښتنې ځواب کې وویل، «هغه مهال، په ۱۹۳۹م کې، ډېره کوچنۍ وم. زه د المان پولې ته د کډوالو او معذرو خلکو سره د مرستې په تکل لاړم. ماته دغه کار تر هر څه غوره ښکارېده. زه لا هملته وم چې نا څاپه مې د د المان د ټانګونو په کارونونو سترګې ولګېدې، چې د پولنډ په پوله ور واختل. په دې وخت کې زما ذهن د خبر لومړيتوب ته نه و، بلکه زما په فکر کې دا وه چې جکړه یو نا څاپه حقیقت شو او په کار ده چې ليکل پرې وکړم».
تېر کال هولېنګورت ۱۰۵۵ کلنه شوه، چې په دې سره د «ټایم» مجلې تر ټولو زیات عمر لرونکې ژورنالېسته و بلل شوه.
په ۱۹۴۲۲م کې وروسته له دې چې انګلستان ښځې ژورنالېستانې د جګړې په جبهو کې له کار کولو منعه کړلې، نوموړې له امريکایانو سره کار پيل کړ او د «ټایم» مجلې سره يې د خبريالې په حيث دنده پیل کړه.