امریکایي سیاستوال: امریکا باید د پاکستان سره په اړيکو له سره غور وکړي

نظر او تحليل

امریکایي سیاستوال: امریکا باید د پاکستان سره په اړيکو له سره غور وکړي

453

« افغانستان او د ټرامپ حکومت» تر سرلیک لاندې د واشنګټن جان هایکینز پوهنتون کې سمينار تر سره شو

د «سپونتيک» ورځپاڼې د راپور په بنسټ یو شمېر سیاست والو د واشنګټن په جان هاپکېنز پوهنتون کې د «افغانستان او د ټرامپ حکومت» تر سرليک لاندې یو سمينار جوړ کړی و، چې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسولو په اړه په کې خبرې وشوې.

د غونډې برخه والو د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدل د ښکيلو هېوادونو او امريکا د سياسي او پوځي هڅو په همغږۍ پورې تړلي وګڼل.

د متحده ایالاتو د سولې انسټېتيوټ کې د افغانستان او مرکزي اسیا څانګې رئيس سکاټ وارډن وویل، « د افغانستان ګاونډیان بايد باور ولري، چې د ګاونډي هېواد په وړاندې اوږد مهاله ژمنې لري او له اوسني وضعیته باید ګټه پورته نه کړي».

افغانستان ته د امريکا پخواني سفیر جېمز هم په یاد سېمينار کې ګډون کړی و. نوموړي د خبرو په مهال وویل،  موږ اړ یو چې له پاکستان سره خپلې ستراتېژېکې اړيکو ته یو ځل بیا کتنه وکړو، څو یاد هېواد د طالبانو د پټنځایونو له منځه وړلو ته اړ شي.

کنېنګم زیاته کړه، چې هر هېواد باید  په سيمه کې د امریکا شتون او ژمنو په اړه وضاحت ورکړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، امریکا به د افغان حکومت سره خپله همکاري جاري ساتي او په خپلو کړو ژمنو به عمل کوي.