د اوباما د وروستۍ وينا پر مهال د هغه کشرۍ لور چېرته وه؟

پام وړ

د اوباما د وروستۍ وينا پر مهال د هغه کشرۍ لور چېرته وه؟

3264

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له سپينې ماڼۍ د وتلو پر مهال دی. هغه له دوه وارې پرله پسې مشرۍ وروسته، اوس د شيکاګو په هغه ځای کې د ولسمشر په توګه خپله وروستۍ وينا وکړه، چېرته چې يې د ولسمشرۍ لومړی کمپاين پيل کړی و.

اوباما د خپلې وينا پر مهال په ځينو ځايونو کې احساساتي هم شو، هغه خپله مېرمن ډېره وستايله او مرستيال ولسمشر، بايډن يې خپل ورور وباله. د وينا پر مهال د ځينو پاملرنه دې اړولې وه چې د ولسمشر کشرۍ لور، ساشا په اورېدونکو کې نه وه. دا په داسې حال کې و چې د هغه مېرمن مېشل اوباما او مشره لور ماليا په لومړي کتار کې ناست وو. د اوباما د وينا پر مهال په ټوېټر کې د «ساشا چېرته ده؟» هشټګ ډېر مشهور شو. مختلفو خلکو د دغې پوښتنې مختلف ځوابونه ورکول. ځينو خو په ټوکه دا ويل چې ساشا سپينې ماڼۍ ته د ټرمپ د ننوتلو د مخنيوي په چارو بوخته ده.

د انګلستان انډېپېنډېنټ ورځپاڼې بیا د ساشا د نشت اصلي لامل څرګند کړ. رسنۍ ليکلي چې د هغې د نشت اصلي لامل د هغې د ښوونځي له لورې اجازه نه ورکول وو. د دې لامل دا و چې په بله ورځ په ښوونځي کې د هغې امتحان و، نو ښوونځي يې د پلار وينا کې د برخه اخيستو اجازه ورنه کړه.

اوباما د وينا پر مهال د خپلو دوو لوڼو ستاينه وکړه. هغه وويل چې ۱۵ کلنه ساشا او ۱۸ کلنه ماليا په غير عادي حالاتو کې حيرانوونکې پېغلې څرګندې شوې.