د بریالیو ښځو اووه مالي عادتونه

پام وړ

د بریالیو ښځو اووه مالي عادتونه

203

  دا لیکنه هغو ښځو ته ډالۍ کېږي، چې د ځان او نورو له پاره د یوه ښه او غوره ژوند د برابرولو له پاره د مبارزې په حال کې دي، څومره ښه ده، چې هر یو د زینو ( پوړیو ) پلې واوسو، چې موږ بریا ته ورسوي .   څه شتمن واوسو او څه په مالي ستونزو کې را ګېر واوسو، خو له دې واقعیت څخه سترګې نه شو پټولای، چې پیسې زموږ د ژوند په کیفیت کې ډېر مهم رول لري او تاسو به هم دا موضوع څو څو ځله اورېدلې وي، چې ځینې کسان وایي، موږ له سهاره تر ماښامه کار کوو، خو بیا هم د کور میاشتنی لګښت نه شو پوره کولای . د تورم او په ژوند باندې د لګښتونو ترڅنګ، دا د مالي مدیریت ناسمه تګلاره ده، چې د دې سبب ګرځي، ترڅو د ګټې کچه را ټیټه شي . په دې لیکنه کې د بریالیو ښځو اوو مالي عادتونو ته اشاره کوو، چې په ټوله نړۍ کې ژوند کوي : ۱ ـــ د خپلو لګښتونو مسوؤلیت په خپله غاړه اخلي :   بریالۍ ښځې د ګټې د ترلاسه کولو له پاره خپله تګلاره لري او له چا څخه د پیسو غوښتنه نه کوي . سر بېره پر دې د خپلو لګښتونو او ګټو په تعادل باندې پام ساتي او مسوؤلانه چلند کوي او دا خپله دنده ګڼي، چې په خپلو لګښتونو باندې څارنه ولري . ۲ ـــ د لګښتونو له پاره ټاکلې بودیجه په پام کې نیسي :      بریالۍ ښځې د خپلو لګښتونو له پاره ځانګړې کچه په پام کې نیسي او بېځایه لګښت نه کوي . توپیر نه کوي، چې شتمنې وي او که نه، خو هغوی پوهېږي، چې د لګښتونو مدیریت ډېر زیات ارزښت لري، توپیر نه کوي، چې په بانکي حساب کې یې څومره پیسې شتون لري، هغوی تل هغو لګښتونو ته لومړیتوب ورکوي، کوم چې اړین دي او له بریده زیات لګښت نه کوي . ۳ ـــ مالي روغتیا ورته ډېر ارزښت لري :   مالي روغتیا په دې مانا، چې په لګښتونو باندې کنټرول ولرو او دغه راز د هغو له پاره لومړیتوبونه ولرو . د بریالیو ښځو له پاره هغه لګښتونه ډېر ارزښتمن دي، چې لنډ مهالي نه وي . لکه : د ډېرو لوړ بیه جامو د اخیستلو پرځای، څه نا څه له بېوزلو سره مرسته وکړي، یا دا چې په اوږد مهالي حساب کې یې پس انداز کړي .     ۴ ـــ د اضافي لګښتونو په اړه بانې نه غواړي :    بریالۍ ښځې بانې نه غواړي . له بریده ډېرې پېرنې او د میاشتې په وروستۍ کې د پورونو پړه په یوازېتوب او خپګان نه ور اچوي . د دې اضافي لګښتونو پړه په ځان مني او هڅه وکوي، چې وروسته یې جبران کړي . دا ښځې په خپلو تېروتنو باندې اقرار کوي او بانې نه غواړي . ۵ ـــ له چا څخه د پیسو اخیستلو تمه نه کوي :    هغوی دې ته په تمه نه پاتې کېږي، چې څوک یې اړتیاوې ور پوره کړي . دا فرد کولای شي څه والدین وي او څه خاوند . په اړیکه کې مالي خپلواکي تاسو ته ځواک در بښي او په نورو پورې ستاسو تړاو را کموي . بریالۍ ښځې پوهېږي، چې مالي اتکا د دې سبب ګرځي، چې د تصمیمونو له پاره، په نورو پورې تړاو ولري او د هغوی د تایید او منلو په تمه پاتې شي . هغوی پوهېږي، چې له خپلو مهارتونو څخه څنګه ګټه واخلي، ترڅو خپله ګټه ولري او په هر ډول شرایطو کې له ځانه ساتنه وکړي .      ۶ ـــ د ځان له پاره مالي موخې په پام کې نیسي :      بریالۍ ښځې د هر کار له پاره پروګرام جوړوي او هېڅ کار بې پروګرامه نه ترسره کوي. هغوی پوهېږي، چې د مثبتي انرژۍ استول بسنه نه کوي، بلکې باید لستوڼي را بډ وهي او لاس په کار شي . هغوی د ځان له پاره موخې ټاکي او خپل د پام وړ ټکي ته د رسېدو له پاره هڅې کوي، تر څو چې خپلې موخې ته نه وي رسېدلي، له هڅې او کوښښ څخه لاس نه اخلي .   ۷ ـــ په خپل کار باندې باوري لري :    بریالۍ ښځې بښونکي افراد دي . هغوی پوهېږي، چې هر عمل عکس العمل لري او له نورو سره له مرستې کولو څخه دریغ نه کوي . له نورو سره مرسته کول لګښت نه ګڼي، بلکې دا کار د زړه خوښۍ او آرامتیا ته او د ژوند کولو له پاره د نړۍ ښه کېدو ته د رسېدو لار ګڼي .