طالبان د کندهار چاودنو کې لاس لرل ردوي

افغانستان

طالبان د کندهار چاودنو کې لاس لرل ردوي

945

وسله طالبانو د کندهار په پروني بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

 د وسله طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې د دوي ډله په دې بريد کې لاس نه لري، دغه چاودنې د حکومتي چارواکو د داخلي اختلافاتو له امله منځ ته راغلی.

احمدي وايي « دکندهارولایت په مرکزکې پيښه ددښمن ترمنځ خپل منځي ستونزه ده، په موږ پورې اړه نلري، موږ په دې شپه کندهار کې عملیات نه درلودل».

خو له بله پلوه د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یاد بریدونو پړه په حقاني ډلې او د پاکستان استخباراتو باندې اچوي.

رازق ادعا کوي چې طالبانو له ډېرې مودې راهيسې د کندهار ولایت مشرتابه په نښه کولو پلان درلود.

پرون ماښام د کندهار ولایت مېلمستون کې دوه غبرګونې چاودنې وشوې، چې له امله يې د والي په ګډون د عربي اماراتو سفير ژوبل او د یاد هېواد ۵  پلوماتان او څو حکومتي چارواکي ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې پرون کابل کې د پارلمان ودانۍ ته نژدې هم دوه چاودنو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه ووژل شول او له ۸۰ زیات نور ټپيان شول.

د افغانستان پارلمان نن په یوه خبرپاڼه کې د خپلو ۳۶ مامورینو د مړينې پخلې وکړ. طالبانو د دې بريد پړه په غاړه اخېستې وه.