د کندهار د والي مرستیال چې تېره شپه ټپي شوی و ساه یې ورکړه

افغانستان

د کندهار د والي مرستیال چې تېره شپه ټپي شوی و ساه یې ورکړه

382

د کندهار ولایت چارواکو له رسنیو سره د دې خبرې پخلی کړی چې د دې ولایت د والي مرستیال عبدالعلي شمسي چې د تېرې شپې په چاودنه کې ټپي شوی و نن یې ساه ورکړه.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک اعلان کړې چې د تېرې شپې چاودنه د والي په میلمستون کې شوې چې له امله يې د والي مرستیال عبدالعلي شمسي په کې ټپي شوی و او نن یې ساه ورکړه. د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چاودنه له امله لس تنه مړه او یوویشت تنه نور ټپيان شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې په وژل شوو کې پنځه تنه د متحده عربي اماراتو ډيپلوماتان هم شامل دي او سفیر پخپله ټپي شوی دی. دغو اماراتي ډيپلوماتانو له چاودنه دمخه د یتیمانو له پاره د یوه مرکز د جوړولو د تهداب تیږه اېښودلې وه.

د متحده عربي اماراتو امیر شیخ خلیفه بن زاهد امر کړی چې د پنځه تنه امارتي ډيپلوماتانو د وژل کېدو په ویر کې دې د دې هېواد بېرغ دې د درې ورځو له پاره په ټول اماراتو کې نیم ځوړند وي.

د چاودنې پړه تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چاودنه د کندهار د چارواکو تر منځ د اختلافاتو له کبله شوې.