د شپې له لوري ژر ویده کېدل د ناروغئ نښه ده؟

روغتیا

د شپې له لوري ژر ویده کېدل د ناروغئ نښه ده؟

1204

ډېر خوب کول او یا هم دا خوښول چې د شپې له لوري ژر د خوب بستر ته ولاړ شو او ویده شو د ناروغئ له نښو څخه شمېرل کېږي. وروستیو څېړنو چې په اندیپینډنډ ټایم مجلې کې خپاره شوي ښکاره کوي چې ډېر ویده کېدل په سړو کې ښايي د زړه د ناروغئ نښه وي.

دغه څېړنه چې په ۲۴۰۰ ډېر عمر لرونکو سړو باندې ترسره شوي ښکاره کوي چې ډېر ویده کېدونکي انسانان د وینې د لوړ فشار له ناروغئ څخه کړېږي. د هیروشیما د پوهنتون څېړونکي وايي چې دغه څېړنه ښکاره کوي چې څوک د وینې له لوړ فشار څخه ځورېږي ۱۸ دقیقې مخکې له هغو خلکو څخه چې دغه ناروغي نه لري ژر د خوب بستر ته ځي.

څېړنه دغه راز زیاتوي چې ډېر خوب کول د انسان د وینې فشار نه کموي. د وینې لوړ فشار هغه ناروغي ده چې د انسان په وجود یې ظاهري نښې نښانې نه ښکاري او که چېرې د دې ناروغئ درملنه ونه شي نو لرې نه ده چې د زړه د سکتې او درېدو لامل شي. ښه دا ده چې دغه ناروغئ په خپل وخت کې درملنه شي. د دې ناروغئ تر ټولو ښه درملنه ورزش ده چې انسان کولای شي چې خپل فعالیت ډېر او له دې ناروغئ ځان وژغوري.