اوباما خپله وروستۍ وينا وکړه

سيمه او نړۍ

اوباما خپله وروستۍ وينا وکړه

230

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن ورځ د شکاګو کنونشن کې خپله وروستۍ احساساتي وینا وکړه. نوموړی په هېواد کې پر اقتصادي بدلونونو، امنیتي ګواښونو او د ټرامپ په بریا وغږېده.
د اسوشېیټد پرېس خبري اژانس راپور له مخې، نن سهار وختي اوباما د شکاګو کنونشن کې ۱۸ زره کسانو ته خپله وروستۍ وینا کې وویل، «دموکراسۍ کې کار کول خورا ګران وي، هر دوه ګامونو کې داسې برېښېده چې یو ګام وروسته راغلي یو»
اوباما ټینګار کوي چې تېرو ۸ کلونو د پخوا به پرتله امريکا ډېره پیاوړې شوې ده او «راتلونکی هم د دوی دی ». چې ښه مثال يې، په تېرو لسو کلونو کې د هېواد دننه د هېڅ کوم تروريستې برید نه پېښېدل دي.
نوموړي زیاته کړه چې له ډېرو ګواښونو سره لاس ګرېوان شوي وو، ډېر مو ترې حل راوېستې، خو څېنې يې لا هم بې حله پاته دي، هيله ده چې نوې اداره به پرې غور وکړي. هغه وايي د مهمو مسایلو حل په اوږد مهاله پالېسیو کې دی.
نوموړی د خپلو لاسته راوړنو په اړه وویل، « ما په خپله دوره کې د کیوبا سره اړيکې ښې کړې، د ۹/۱۱ طراح اسامه بن لادن په ګډون لسګونه زره نور دهشتګر مو له منځه وړي او له ایران سره مو، پرته له کوم ډزه، د اټومي پروګرام مساله حل کړه».
اوباما همداراز وویل، چې د امریکايي مسلمانانو په وړاندې تنده او له تبعیضه ډک سیاست ردوم، ټول سره یو برابر دي، ما په خپله ولسمشريزه دوره کې تر ډېره بريده را کم کړي ول.
د یادونې وړ ده چې د امريکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ به د روانې میاشتې په شلمه نېټه لوړه وکړي او د اوبام ځای ناستی به وټاکل شي.