د هند وتلې سیاستواله اندرا ګاندي څوک وه؟

د پرون کيسه

د هند وتلې سیاستواله اندرا ګاندي څوک وه؟

788

د ۱۹۸۴ ز کال د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې سهار نهه بجې او شل دقيقې وې، چې هندۍ لومړۍ وزيره اندرا ګاندهي يوه انګرېزي تلويزيوني چينل ته له مرکې وروسته د ډهلي د صفدر جنګ سرک نه په وتو وه او د خپل دفتر په خوا روانه وه چې د هغې دوه سکهـ ساتونکو له ډېر نږدې څخه هغه په ګوليو وويشته، د هغې په جسم باندې د يو درجن نه زياتې ګولۍ لګېدلې وې، دوه ساعته وروسته د هند خلک غمجن ول.
په برصغير (لوی هند) او جنوبي اسيا کې د ازادۍ او وېش نه وروسته تر ټولو ستره پېښه د ختيځ پاکستان (بنګله دېش) بېلتون و او د دې شاته تر ټولو مهم لاس د دې مېرمن وه– اندرا ګاندهي- د پنډت جواهر لال نهرو، د هند د لومړني صدراعظم لور وه، خپله دوه ځلې صدراعظمه شوې وه او د بل صدراعظم راجيو ګاندهي مور وه. هغه په ۱۹۱۷ ز کال کې په اله اباد کې زېږېدلې وه، ماشومتوب او ځواني يې په سياسي ماحول کې تېره شوې وه او بيا خپله عملي سياست ته راغله. د پنډت نهرو د مړ کېدو (۱۹۶۴) ز کال نه وروسته د صدراعظم لال بهادر شاستري په کابينه کې د اطلاعاتو وزيره وټاکل شوه.
په ۱۹۶۶ ز کال کې صدراعظمه وټاکل شوه، په ۱۹۷۱ ز کال کې د بنګله دېش د رامنځته کېدو وروسته د هغې مقبوليت ډېر زيات شو، د پاکستان نه د بنګله دېش د جلا کېدو په وجه د هند خلکو هغې ته د (ديوي درګا) درجه ورکړه؛ خو په راتلونکو کلونو کې عام نظر د هغې پر ضد شو. د هند مسائل د بد نه بدتر شول، په اندرا ګاندهي باندې د مطلق العنانۍ تور لګول کېده، په ټاکنو کې د ناروا کړنو په تور پرې په محکمه کې عريضه وشوه، دغه کار يې شهرت ته زيان ورسوه؛ خو د حکومت د پرېښودو پر ځای يې په ۱۹۷۵ ز کال کې د جون په ۲۶ مه ايمرجنسي (يو ډول فوځي حکومت) اعلان کړ، سياسي مخالفين يې زندانونو ته واچول او جمهوريت د تعطيل ښکار شو.
کله، چې په ۱۹۷۷۷ ز کال کې د عامو ټاکنو اعلان وشو؛ نو د هغې ضد خلکو د کانګرس ګوند ته ماتې ورکړه، په هند کې د جنتا د ګوند يو ګډحکومت واک ته ورسېده. د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۰ ز کلونو تر منځ هغه په سياسي دښته کې وه، هغې په په پارلمان کې خپله چوکۍ هم له لاسه ورکړې وه. د ۱۹۷۹ ز کال په جولايي کې مرار جي ډيسايي په زور سره له صدارته استعفی ته مجبور کړای شو. اندرا ګاندهي د چرن سنګهـ نه ملاتړ کاوه؛ خو موقع ته په کتلو سره يې د چرن سنګهـ د ملاتړ نه لاس واخيست او هغه يې بيا ټاکنو کولو ته مجبور کړ. د ۱۹۸۰ ز کال په جنورۍ کې اندرا ګاندهي يو ځل بيا واک ته ورسېده.
 واک ته له رسېدو وروسته اندرا ګاندهي له څو شخصي او سياسي ناوړه پېښو سره مخ شوه. د همدې کال په جون کې د هغې کشر زوی او نږدې مشاور سنجی ګاندهي په هوايي پېښه کې مړ شو. د سنجی مېرمن په دې ترخو حالاتو کې اندرا ګاندهي پرېښوده او ترې جلا شوه. په ۱۹۸۳ ز کال کې په پنجاب ايالت واکمن مخالف ګوند په مخالفت لاس پورې کړ، هغوی مذهبي او سياسي غوښتنې درلودې (چې د خودمختارۍ غوښتنه هم په کې شامله وه) دوی د خپلو غوښتنو لپاره تحريک پېل کړ او دغه تشدد ټول ايالت کې خپور شو.
د ۱۹۸۴ ز کال د جون په ۶ مه د اندرا ګاندهي په لارښوونه فوځ د امرتسر ګولډن ټيمپل (دربار صاحب) ته داخل شو، دغه ځای د هند د سکهانو لپاره مقدس ځای دی، په فوځي عملياتو کې په لسګونو خلک ووژل شول، د خپل مقدس ځای د بې احترامۍ له امله سکهان نور هم په قهر شول. ( د دغه قهر پايله د اندرا ګاندهي وژل شول، چې پورته يې ذکر شوی دی).
په ۱۹۷۱ ز کال کې د ختيځ پاکستان بېلتون، په ۱۹۷۴ ز کال کې د اتومي بم چاودنې، د هند سره د سکم د سيمې يو ځای کول، په ۱۹۷۵ ز کال کې د ايمرجنسي لګول، په ۱۹۸۲ ز کال کې په اسام کې ټاکنې او په ۱۹۸۴ ز کال کې د سکهانو وژل، هغه څه دي، چې د اندرا ګاندهي د جرأت او زړه ورتيا د بېلګو په توګه وړاندې کېدای شي. دغې وروستی پېښې سکهان د مسز ګاندهي دښمنان وګرځول.
ژباړه: هارون ساپی