۲۰۱۶ز کې پر سوريايانو ۱۳ زره بېلري بمونه ورېدلي

سيمه او نړۍ

۲۰۱۶ز کې پر سوريايانو ۱۳ زره بېلري بمونه ورېدلي

618

د سوريې د بشري حقوقو د څار ادارې خبر ورکړی دی، چې يوازې د بشار الاسد ادارې د ۲۰۱۶ز په اوږدو کې پر سوريايي وګړو شاوخوا ۱۳ زره بېلري بمونه ورولي دي. چې له امله يې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي دي. دغه بمونه پر هغو سيمو ورېدلي دي، چې د سوريې د دولت د مخالفينو تر ولکې لاندې دي.

دغه اداره وايي، چې دغه بمونه تر ټولو ډېر د دمشق پر شاوخوا سيمو، حلب، حماة او ادلب ښارونو ورېدلي دي، چې له امله يې ۶۳۵ ولسي وګړي وژل شوي، چې ۱۶۰ تنه کوچنيان او ۸۰ مېرمنې هم په کې دي. خو نور راپورونه ښيي، چې د دې بمباريو مرګ ژوبله له دې ډېره لوړه ده او په ځينو پېښو کې يوازې په يوه يوه بريد کې له سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې د سوريې حلب ښار کې د سوريې د نظام او ملاتړو له لوري يې يو مخي وژنه روانه وه، چې له سختو نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوه او وروسته په کې اوربند رامنځته شو.

سرچينې ويلي، چې د دې بمباريو په ترڅ کې نږدې سل حياتي، ۲۳ ديني او ۲۸ روغتيايي مرکزونه هم زيانمن شوي يا په بشپړ ډول له منځه تللي دي.