اروپايي محکمه: اروپا کې د اوسېدو له پاره بايد مسلمانې نجونې هلکانو سره ګډه لامبا زده کړي

سيمه او نړۍ

اروپايي محکمه: اروپا کې د اوسېدو له پاره بايد مسلمانې نجونې هلکانو سره ګډه لامبا زده کړي

569

د اروپا د بشري حقوقو محکمې پرېکړه کړې، چې اروپا کې د اوسېدو له پاره به ټولې مسلمانې نجونې هغه زده‌کړې کوي، چې له مخې به يې هلکانو سره ګډه لامبا زده کوي. دغې محکمې د يوې ترکي کورنۍ هغه غوښتنليک رد کړی دی، چې سويس هېواد کې اوسېږي او نه غواړي لور يې په هغو کورسونو کې ګډون وکړي، چې نجونې او هلکان په کې ګډه لامبا زده کوي.

دې ترکي کورنۍ ويلي دي، چې اسلامي ښوونه يې دا اجازه نه ورکوي، چې لور يې په دا ډول کورسونو کې زده‌کړه وکړي.

خو محکمې پرون وويل، چې دې پرېکړه کې د دې او نورو کورنيو د ديني او باطني ازاديو له حقوقو سرغړونه نه شته، ځکه په ټولنه کې د ادغام له پاره دغه کورسونه ځانګړي مقررات لري، چې بايد بهرني زده‌کوونکي په کې ګډون وکړي.

ورته قضيې په تېرو کلونو کې د اروپا په نورو هېوادونو کې هم رامنځته شوې دي، چې محکمو هلته د پاتې کېدا له پاره اړينې بللې دي.