څېړنه: ۲۰۳۰ ز کال کې به د سګرټو له امله د کلنۍ مړينې شمېر اته مليونه شي

روغتیا

څېړنه: ۲۰۳۰ ز کال کې به د سګرټو له امله د کلنۍ مړينې شمېر اته مليونه شي

171

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په ۲۰۳۰ ز کال کې به د سګريټ څکلو له امله د وژونکو شمېره لوړه شي. اوس هر کال د سګريټ څکلو له امله شپږ ميليونه تنه وژل کېږي؛ خو دغه شمېره به په ۲۰۳۰ ز کال کې اتو ميليونو ته لوړه شي.
 د الجزيرې د راپور پر بنسټ، دغه څېړنه چې د امريکا د متحده ايالاتو د سرطان له انسټيټيوټ سره په ګډه ترسره شوې، په کې ويل شوي چې د دغې مړينې ۸۰ سلنه په هغو هېوادونو کې ده چې ټيټ او منځنی عايد لري.
دغه څېړنه کې اويا تنو ساينس پوهانو برخه اخيستې ده.
 څېړنه کې ويل شوي چې د سګريټ څکلو کلنی لګښت له يوه ټريليون ډالرو زيات دی، چې ښايي نور هم زيات شي.
 د روغتيا د نړيوال سازمان د تمباکو د څانګې مشر جېرميس پال الجزيرې ته ويلي چې د تمباکو د کنترول غوره لاره داده چې ماليه پرې زياته کړل شي.
 د ماليې زياتول به په لږ عايد لرونکو هېوادونو باندې اغېز ولري؛ ځکه هلته د پيسو راتلل ستونزمن دي. په دغو سيمو تمباکو ډېر ارزان دی.
 که چېرې د سګريټو د څکلو د کنترول اړوند ګامونه وانه خيستل شي؛ نو يوازې په چين کې به هر کال دوه ميليونه تنه وژل کېږي.