ترکيه اروپايي ټولنې ته: امنيت مو زموږ امنيت پورې تړلی دی

سيمه او نړۍ

ترکيه اروپايي ټولنې ته: امنيت مو زموږ امنيت پورې تړلی دی

258

د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدرم اروپايي ټولنه باندې غږ کړی، چې د هغو دوه مخو معيارونو له سياسته لاس واخلي، چې د ترکيې په وړاندې يې کاروي او په څرګند ډول ترکيه کې د ناکامې کودتا د هڅې غندنه وکړي.

يلدرم پرون انقره کې د سفيرانو کانفرانس په ترڅ کې خپلو خبرو کې وويل: «موږ دې ته اړ نه يو چې پر قانون مو څوک پوی کړي او اروپايي ټولنه بايد له هر څه وړاندې ترکيه کې د ناکامې کودتا هڅه وغندي او دوه مخي معيارونه شا ته وغورځوي».

د ترکيې لومړي وزير اروپايي ټولنه متوجه کړه، چې دا حقيقت درک کړي، چې د اروپا امن د ترکيې امن پورې تړلی دی او نړۍ کې هيڅ داسې هېواد نه شته، چې له ترورېزم نه دې په امن کوي. هغه دې ته اشاره وکړه، چې ترکيه د دې توان لري، چې اروپا سره د غميزو په له منځه وړو کې مرسته وکړي.

ترکيه کې د تېر جولای په پنځلسمه د پوځي کودتا هڅه وشوه، خو ترکي ملت يې مخه ونيوله، د دې کودتا په ترڅ کې ۲۴۰ تنه ووژل شول او له دوو زرو ډېر نور ټپيان شول. ترکي حکومت امريکا د کودتا تر شا په درېدو تورنه کړې وه.