ضياء مسعود ولسمشر په مصلحت پالنه تورن کړ

افغانستان

ضياء مسعود ولسمشر په مصلحت پالنه تورن کړ

621

 د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمدضياء مسعود د ولسمشر له خوا د ځينو وزيرانو ټاکنه غندلې، هغه ويلي د هغو وزيرانو په اړه چې نيوکې شته، ولسمشر يې په تړاو د سياسي مصلحتونو نه کار اخلي او نه شي کولای چې ژر اقدام وکړي.
 د يک رسنۍ د راپور پر بنسټ، مسعود چې پروان ولايت ته د دولتي ادارو د وضعيت د څېړنې له پاره تللی و، په يوه خبري ناسته کې ويلي، ولسمشر پوهېږي چې اشخاص او سياسي ډلې د وزيرانو ملاتړ کوي او هغه فکر کوي چې له وزيرانو سره ټکر به ستونزه جوړه کړي.
 د ولسمشر ځانګړي استازي زياته کړه «د کابل د امنيې قومندان نه مې وپوښتل چې ولې د حوزو کارکوونکي نه تغيروي، هغه راته وويل چې د دې کار توان نه لرم؛ ځکه د هغوی ملاتړ يو وکيل يا يو پياوړی شخص کوي».
 مسعود ويلي چې راتلونکی کال به له ستونزو ډک وي، په افغانستان کې بېلابېل هېوادونه د ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي.