اتريش کې ۶ تنه افغان پناه غوښتونکي ښځو ته د لاس اچونې په تور نېول شوي

افغانستان

اتريش کې ۶ تنه افغان پناه غوښتونکي ښځو ته د لاس اچونې په تور نېول شوي

145

د اتريش امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې د افغان پناه غوښتونکو ۶ کسيزه ډله يې ښځو ته د لاس اچولو په تور نېولې.

د 
د « A.B.L » خبري اژانس راپور په بنسټ، پوليسو د انسبرګ ښار کې ۶۶ تنه هغه افغان کډوال نېولي چې د کال پای لمانځغونډو کې يې ښځو ته لاسونه اچولې دي.
د اتريش اېنسبروک ښار پوليسو مشر مارټن کېچر خبریالانو ته وویل، پوليسو هغه ۶ کسيزه ډله پېژندلې چې د کال پای لمانځغونډه کې يې ښځو ته لاسونه اچولي. 
نوموړی وايي چې دوی تر اوسه ۱۸ ښځې زورولې دي.
مارټن وايي، د یادو کسانو عمرونه د ۱۸ او ۲۲ کلونو ترمنځ دي او ټول اتريش کې کډوال دي.
نوموړي زیاته کړه چې نېول شوو  کې یوه کس په خپل جرم اعتراف کړی، خو باقي نورو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د سوېډن یوې محکمې هم ۵۵ تنه افغان کډوال په خپل ملګري باندې د جنسي تيري په جرم بندیان کړي ول.

    Like