د قندهار چاودنه کې د اماراتو سفیر ټپي  شوی دی

افغانستان

د قندهار چاودنه کې د اماراتو سفیر ټپي  شوی دی

791

د عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د قندهار ولایت په یوه سيمه ييز دفتر بريد کې د افغانستان له پاره د دې هېواد سفير او مل دپلوماتان  ټپیان شوي دي.

پرون ماښام اووه بجې د کندهار والي په مېلمستون کې دوه چاودنې شوي چې له امله يې اووه تنه وژل شوي او د کندهار والي همایون عزیر او اماراتو سفیر په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د «وام» خبري اژانس راپور له مخې، « د اماراتو بهرنيو چارو وزارت د نړيوالې همکارۍ سازمان سره په ګډه د کندهار والي په مېلمستون بريد له تعقیبولو وروسته معلومه شوه، چې د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو سفیر جمعه محمد عبد الله الکعبي او له نوموړي سره مل دېپلوماتان ټپیان شوي دي».

ورځپاڼه زیاتوي چې ښاغلی سفير قندهار ته د یو لړ پروژو پرانېستې په موخه یاد ولایت ته  سفر کړی و.

نوموړي د خلیفه بن زاید آل نهیان دار د بنسټ ډبره کېښوده او د کاردان پوهنتون سره يې د برسونو تړون هم لاسلیک کړ.

امنیتي سرچېنې وايي، چې ټپیانو کې د والي ویاند، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او یو شمېر نور حکومتي مامورین هم شامل دي.

له چاودنې شېبې وړاندې د سفير او حکومتي چارواکو څو عکسونه: