په ګډ ژوند کې د کار وېش

پام وړ

په ګډ ژوند کې د کار وېش

147

   تصور یې کړئ، چې له کار ځای څخه ستړې ستومانه کورته را ګرځېدلې یاست او آرام ته اړتیا لرئ، خو د کور د کارونو له یوه ستر حجم سره مخامخ کېږئ، چې باید ترسره یې کړئ، لکه : خواړه پخول، د لوښو وینځل او نور ... د کور ډېر شمېر کارونه شته، چې ستاسو د بوختیاوو له امله د اوونۍ وروستۍ ورځې او یا هم د رخصتۍ ورځو ته پاتې کېږي. طبیعي ده، چې له کور څخه بهر د دندې له ترسره کولو سره سره د یوې مېرمنې له پاره، د دې ټولو چارو ترسره کول سخت او ستونزمن دي . همدا ده، چې د کور په کارونو کې د مشارکت ارزښت مشخص کېږي !    د دنده لرونکو مېرمنو له پاره د حل تر ټولو غوره لار، د کور په کارونو کې مشارکت دی، دې موخې ته د رسېدو له پاره اړینه ده، چې لاندې ټکي مراعات شي : لومړی ګام : مرستې ته اړتیا لرم :   ډېری مېرمنې ګمان کوي، چې د کور ټولو کارونه باید خپله په یوازې توګه ترسره کړي . حتا شونې ده، چې له ځان سره فکر وکړي، که چېرې خاوند مې مرسته کولو ته لېوالتیا لرلی، باید خپله پرته له دې چې زه ورته ووایم، را سره مرسته یې کړې وای . دا تصور غلط دی ! کله مو چې مرستې ته اړتیا درلوده، نو باید په ډېر درنښت له خپل خاوند څخه وغواړئ، چې مرسته درسره وکړي . دویم ګام : د دندو وېش :    په خپل منځ کې دندې سره ووېشئ او ترې پیروي وکړئ . غوره ده، چې د دندو له وېش څخه مخکې د کور د کارونو یو بشپړ لېست ترتیب کړئ او خپلې مخې ته یې کېږدئ .    د بېلګې په توګه : مېرمن دې د خوړو پخولو دنده پر غاړه واخلي او خاوند باید د لوښو وینځلو مسوؤلیت ومني . مېرمن دې کور ترتیب او تنظیم کړي او خاوند یې باید له کور څخه بهر د خریدارۍ مسوؤلیت په غاړه واخلي .    که چېرې د کارونو وېش ستاسو له خوښې سره سم ترسره شي، نو په ډېرې لېوالتیا به یې ترسره کړئ، د پورته یاد شوو کارونو څخه د هریوه له ترسره کېدو سره چې مینه لرئ، مسوؤلیت یې ومنئ او په ښه توګه یې ترسره کړئ . درېیم ګام : نیوکه کول منع دي :    پام مو وي، چې نارینه نه شي کولای، په ښځینه مهارت سره د کور کارونه ترسره کړي. نران خاصې جسمي او خلقي ځانګړتیاوې لري، نو که چېرې ومو لیدل، چې کارونه له هغه وخت سره، چې تاسو ترسره کول، توپیر لري، نیوکه مه کوئ ! څلورم ګام : زغم ولرئ :      د پخوانیو عادتونو پرېښودل او له نوې تګلارې سره مینه څرګندول، چې د دندو د وېش له پاره مو ټاکلې ده، وخت ته اړتیا لري، وبه ګورئ، چې د څو اوونیو په لړ کې به هر څه عادي شي . اړتیا نه شته، چې خپل خاوند ته ور په یاد کړئ، چې کوم کارونه باید ترسره کړي . په یاد ولرئ، چې ستاسو خاوند یو رسېدلی او بالغ انسان دی او په ښه توګه له هغو دندو څخه خبر دی، کومې چې په غاړه یې اخیستې دي . پنځم ګام : انعطاف منونکي واوسئ :     ښایي له کاري ساعت څخه څو موده وروسته، ستاسو په خاوند کې یو ډول بدلون را منځته شي، چې ونه شي کولای، په ځینو چارو کې له تاسو سره مرسته وکړي، لکه د اوونۍ په وروستۍ ورځ کې خریداري کول . د خواشیني او بحث پرځای غوره ده، چې پروګرام ته بدلون ورکړئ او هغه کار ور وسپارئ، چې وکولای شي، په آرامه توګه او هر کله چې کولای شي، ترسره یې کړي .