پر نبوي جومات د بريد پلانوونکی ووژل شو

سيمه او نړۍ

پر نبوي جومات د بريد پلانوونکی ووژل شو

592

پر نبوي جومات د بريد پلانونکی ریاض کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې له خپل ملګري سره ووژل شو.

د سعودي کورنيو چارو وزارت ویاند تورن جنرال منصور الترکي رسنیو ته وویل، چې وړمه ورځ پوليسو د ریاض ولایت یاسمين ولسوالۍ کې یو کور محاصره کړ او دوه تنه ترهګر يې ووژل.

نوموړی زیاتوي چې یادو عملیاتو کې په نبوي جومات باندې د بريد دوه پلانونکي؛ طایع یسلام الصعیري او طلال ولد ثمران السعیدي ووژل شول او یو پوليس ټپی شو.

امنیتي چارواکو یاد کور کې ګرنېټونه، خودکش جایکټونه او نور چاوديدونکې مواد يې نېولي دي.

راپور کاږي چې طایع سالم یسلام سعودي تبعه دی او نیوزي لېنډ کې يې په حکومتي بورس تحصیل کړی خو وروسته يې په داعش کې غړيتوب واخېست.

راپور د کورنیو چارو وزارت له خولې ليکي چې یاد بريد ګر چاودنکي جایکټونه تیارول، چې ځېنې يې د نبوي جومات په ناکامه بريد کې هم استعامل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د جولای میاشت کې په سعودي عربستان کې یوه ورځ کې درې چاودنې وشوې. یوه نبوي جومات ته نېږدې او دوه نورې د قطیف ښار کې، چې یوه يې د العمران جومات مخې ته وه، وشوې.