طالبان: د کابل بريد کې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان

طالبان: د کابل بريد کې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

454

 نن مازيګر کابل کې دارالامان ماڼۍ ته نږدې د ملي شورا ودانۍ مخې ته دوه پرلپسې چاودنې وشوې. د چاودونو مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی دی.
 د کابل د اوومې امنيتې حوزې امر ازادۍ رادیو ته ويلي چې دغه چاودنې نن مازيګر څلور بجې شوي، چې د دواړو چاودنو تر منځ لس دقيقې واټن و.
 د الجزيرې د راپور پر بنسټ، لومړی يوه چاودنه وشوه، ورپسې دويمه چاودنه څو شېبې وروسته د يوه موټر په واسطه وشوه. طالبانو ويلي، چې چاودنه يې پر هغه موټر کړې ده، چې د ملي امنيت کار کوونکي يې لېږدول. هغوی زياته کړې ده، چې چاودنه کې د موټر اويا تنو سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وروستي راپورونه وايي چې چارواکو د ۲۱ تنو وژل او د ۴۵ تنو ټپي کېدل تاييد کړي دي.