هلمند کې ځانمرګي بريد اووه تنه وژلي

افغانستان

هلمند کې ځانمرګي بريد اووه تنه وژلي

333

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د املي امنيت د همکارو سرتېرو پر دفتر ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د دوهمې امنيتي حوزې په نمرو سيمه کې رامنځته شوه.

د هلمند امنیه قوماندانۍ د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده چې بريد يوه پلي ځانمرګي ترسره کړ. هغوی زياته کړه، چې د پښې په ځای کې يو بل موټر هم ولاړ دی، چې له چاودېدونکو توکو ډک دی او پوليس يې د شنډولو هڅه کوي.

يوه امنيتي چارواکي امريکا غږ سره خبرو کې ويلي، چې د بريد له کبله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده، خو دا نه ده معلومه چې وژل شوي او ټپيان څوک دي.

د سيمې خلک وايي، چې د پېښې ځای کې يې د اوو تنو جسدونه ليدلي، خو تلفات له دې ډېر دي. دوی زیاتوي، چې بريد د «سونګريانو» پر دفتر شوی، چې د ملي امنيت ادارې په چوکاټ کې د سرتېرو په توګه ګمارل شوي، خو په ساده جامو کې کار کوي او د طالبانو پر ضد عملياتو کې ونډه اخلي. د بريد مسووليت لا چا پر غاړه نه دی اخيستی.