د امريکا ملي استخبارات: د نړۍ جګړې به په بې ساري توګه ډېرې شي

سيمه او نړۍ

د امريکا ملي استخبارات: د نړۍ جګړې به په بې ساري توګه ډېرې شي

420

د امريکا د ملي استخباراتو شورا خبر ورکړی دی، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ او د هېوادونو کورنۍ جګړې په بې ساري توګه ډېرې شي. دغه شورا د امریکا له مهمو شنونکو او استخباراتي کسانو جوړه ده.

رويټرز خبري اژانس په دې اړه د امريکا د ملي استخباراتو د شورا راپور نقل کړی دی. راپور کې ويل شوی، چې د نړۍ روان حالت نړۍ کې د مديريت او همکارۍ ډول لا پسې ستونزمنوي.

د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ له پيل لږ وړاندې د خپاره شوي دې راپور موندنو هغه لاملونه په ګوته کړي، چې له يوې ترخې او شخړو ډکې راتلونکې خبر ورکوي.

په دې تحقيقاتي راپور کې روسيه او چين، سيمه ييزې جګړې، ترورېزم، د عوايدو برخه کې نه برابری، د اب هوا بدلون او د اقتصاد رالوېدل هغه څه ښودل شوي، چې له امله به يې راتلونکې کې جګړې نورې هم ډېرې شي.

راپور د امريکا د سياستونو په تحليل کې هيڅ نه دې ويلي، خو پر نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې غږ کړی، چې روسيې سره ښو اړيکو، امریکا کې دندو موندل کېدو او ترورېزم سره مبارزې ته پاملرنه ډېره کړي.

راپور کې له دې وېره ښودل شوې، چې روسيه او چين به د ځينو لاملونو له کبله دې ته زړه ښه کړي، چې د امریکا نفوذ را کم کړي.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا د ملي استخباراتو د شورا دا راپور په داسې حال کې دی، چې شنونکي امريکا هغه هېواد بولي، چې نږدې د ټولې نړۍ جګړو کې په مستقيم يا غير مستقيم ډول ښکېل دی او په ګڼو ځايونو کې د جګړې پيل هم د امریکا له لوري وي.