ولسمشر غني: نه پوهېږم حکمتيار چېرې دی

افغانستان

ولسمشر غني: نه پوهېږم حکمتيار چېرې دی

1157

 ولسمشر اشرف غني ويلي چې افغان طالبان دې خپل ځان له ترهګرو ډلو نه جلا کړي. غني د شرق الاوسط رسنۍ سره په مرکه کې ويلي «ټول افغانان روغه غواړي، طالبان دې ځان له هغو ډلو نه جلا کړي چې اسلامي او ټولې نړۍ ته ګواښ دی».
 د اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ويلي چې زه نه پوهېږم چې هغه چېرې دی، هغه په خپله پوهېږې چې چېرته اوسېږي. اسلامي ګوند سره د لاسليک شوي تړون په تړاو هغه وويل «موږ لګيا يو چې هغه تړون ژر پلی کړو؛ خو دغه تړون نړيوال اړخ هم لري، چې هغه د امنيت شورا له تور لېست نه د حکمتيار د نوم لرې کول دي، موږ د هغه د نوم د لرې کولو غوښتنه کړې او وروستي پړاو کې ده».
 موده وړاندې د اسلامي ګوند او افغان حکومت تر منځ د سولې تړون لاسليک شو. په تړون کې راغلي چې اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار نوم د ملګرو ملتونو د تور لېست نه لرې کېږي؛ څو کابل ته د هغه د راتګ لاره پرانېستل شي.
 وړاندې داسې راپورونه ورکول شوي وو چې فرانسه او روسيه له تور لېست نه حکمتيار د نوم د لرې کولو سره مخالفت کوي؛ خو اکرم خپلواک دغه راپورونه رد کړل او ويې ويل چې دغو دواړو هېوادونو اندېښنې درلودې چې د فرانسې اندېښنې د ولسمشر د ليک له ترلاسه کولو وروسته لرې کړل شوي او د روسيې اندېښنې به هم لرې کړل شي.
 بل خوا د اسلامي ګوند يوه وياند رسنيو ته ويلي و، که د تړون دوه نور شرطونه پوره شي، حکمتيار به په تور لېست کې د نوم د شتون سربېره کابل ته راشي او موږ له هېچا د ويزې اخيستلو ته اړتيا نه لرو.