بشار الاسد: له قید و شرط پرته خبرو ته تيار یم

سيمه او نړۍ

بشار الاسد: له قید و شرط پرته خبرو ته تيار یم

208

د سوريې دېکتاتور ولسمشر بشار الاسد ویلي، چې نوموړی د قزاقستان کې د راتلونکو سولې خبرو اترو ته پرته له کومه شرطه تیار دی.

د «ثنا» حکومتي رسنۍ راپور ورکړی چې بشار الاسد د یوې فرانسوي رسنۍ سره په خبرو کې په هره مساله خبرو کولو ته تیاری ښودلی.

 خو کله چې له اسد څخه د ولسمشرۍ په اړه وپوښتل شول، هغه يې ځواب کې وویل: «چې زما دنده د سوريې اساسي قانون پورې تړلې ده». نوموړي زیاته کړه، « که چېرې دوی زما ولسمشرۍ باندې خبرې کول غواړي، خامخا به په اساسي قانون غږيږي».

تر اوسه روښانه نه ده چې د  انقلابیانو له لورې به یادو خبرو کې څوک شرکت کوي.

بشار الاسد د خبرو په مهال وویل، چې د ټولپوښتنې له لارې د هېواد نوی اساسي قانون جوړېدلای شي او یواځې عوام د هېواد ولسمشر ټاکلی شي.

بشار الاسد ادعا کوي چې د انقلابیان د خليجي هېوادونه، فرانس او انګلستان له ملاتړه برخمن دي او د خبرو په مهال باید یواځې سوریايۍ ډلې موجودې وي.

د اوربند په اړه د بشار الاسد سیاسي مرستیال «العربيه الجدید» ورځپاڼې ته وویل، چې رژیم اوس د اوربند مخه نه شي نېولی، ټولې سرغړونې ایراني ملېشو کړي دي او موږ د دوی د مخې نيولو توان نه لرو.

اونۍ وړاندې د ترکيې او روسيې په منځګړيتوب د سوريې رژیم او انقلابیانو تر منځ اوربند پرېکړه وشوه، خو سمدلاسه وروسته يې د رژيم له لورې د سرغړونې خبرونه ورکول شول.