د امريکا د کانګرېس پخوانی غړی: د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده

پام وړ

د امريکا د کانګرېس پخوانی غړی: د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده

580

له تکساس ايالت څخه د امريکا د کانګرېس پخوانی غړی، ران پاول وايي چې امريکا افغانستان کې ناکامه ده او د افغانستان جګړه د امريکا له پاره د ګټلو نه ده.

ران پاول دغه څرګندونې په يوه ليکنه کې کړې دي چې د ران پاول د سولې انسټيټيوټ له لارې خپره شوې ده. د ليکنې سرليک پوښتي چې په افغانستان کې به د اوباما «ښه جګړه» وګټل شي؟

ليکنه پر دې پيل شوې چې اوباما په دې وروستيو کې ۳۰۰ امريکايي پوځيان د افغانستان هلمند ولايت ته د جګړې له پاره استولي دي. هغه ليکي چې په تېرو درېو کلونو کې لومړی وار دی چې افغانستان ته د امريکا دومره پوځيان استول کېږي، خو هغه ليکي چې دا د افغانستان په اړه د اوباما د ناکامې پالېسۍ وروستۍ ناکامي ده.

ران پاول پوښتي چې د افغانستان پنځلس کلنه بايلل شوې جګړه کې بیا څه اړتيا وه چې درې سوه پوځيان هلمند ته استول کېږي؟ هغه ليکي چې واشنګټن دغه بايلل نه شي منلای. هغه زياتوي چې طالبانو تېر کال کې د هلمند ولايت ۲۰ سلنه ونيوله خو راتلونکي کال کې به يې ۸۵ سلنه نيسي او زموږ ډېر پوځيان به په کې وژل کېږي.

د کانګرېس دغه پخوانی غړی په دې نظر دی چې د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده. هغه وايي چې موږ پخوا دغه جګړه بايللې. هغه دغه راز وايي چې يو لک امريکايي پوځيانو دغه جګړه ونه شوای ګټلای، درې سوه پوځيان به يې څنګه وګټي؟

پاول وايي نه پوهېږي ټرامپ به له افغانستان څخه د امريکا پوځيان وباسي او که به د ګټلو په تمه لا جګړه زوروره کړي، خو زياتوي چې که يې جګړه زوروره کړه، بايد پوه شي چې ډېر خلک به ووژل شي او ډېرې پيسې به ولګول شي، خو د افغانستان جګړه به ونه ګټي.