ايران د افغان ماشومې وژونکی اعداموي

افغانستان

ايران د افغان ماشومې وژونکی اعداموي

289

 د ايران سترې محکمې د يوه ايراني د اعدام پرېکړه تاييد کړه. دغه شخص پر يوې افغان ماشومې، ستايش قريشي جنسي تېری کړی و او بيا يې وژلې وه.
 د يک رسنۍ د راپور پر بنسټ، شپږ کلنه ستايش د حمل (وري) په مياشت کې د تهران په رامين سيمه کې وژل شوې وه چې يوه ورځ وروسته يې جسد د ګاونډي له کوره راووت.
 دغه کار په ټولنيزو شبکو کې د افغان او ايراني فعالانو سخت غبرګون راوپاراوه او افغانانو له خپل دولت نه وغوښتل چې دغه مسئله دې تعقيب کړي. د افغانستان لوېديځ ولايت هرات کې ځينو فعالان د عدالت  غوښتنې په پار سره راټول شوي و؛ خو په تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته د خلکو د راټولېدو مخه د ايران پوليسو نيولې وه.
 بل خوا د ايران دولت هم ويلي و چې هېڅ څوک له قانون نه لوړ نه دی او له وژونکي سره به سم چلند وشي.
 د سنبلې په مياشت کې د تهران محکمې د دغه شخص د اعدام پرېکړه کړې وه او هغه يې په جنسي تېري او قصدي وژنې تورن کړی و.
 نن د ايران سترې محکمې د ستايش وژونکي ته د تهران د محکمې له خوا اورول شوې پرېکړه تاييد کړه؛ خو د وژونکي مدافع وکيل ويلي د پرېکړې له نشر وروسته ښايي محکمه بل حکم وکړي.