ولسمشره، د شفیق د شخصیت پر ځای يې سیاست وپاله!

نظر او تحليل

ولسمشره، د شفیق د شخصیت پر ځای يې سیاست وپاله!

279

ذاکر جلالي
 د ولسمشر اشرف غني د حکم پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز د روانې مرغومې میاشت پر ۲۱ او ۲۲ د شهید محمد موسی شفیق د شخصیت، سیاست او کړنو په باب د سیمینار تابیا نیولې. دا یو گټور او د ستاینې وړ گام دی. دا د حکومت مسوولیت دی چې د هېواد تاریخي، علمي، سیاسي او نوموتو مبارزو څېرو په تړاو یادغونډې ونیسي، څېړونکي يې د شخصیت او لاسته‌راوړنو په باب لیکنې وکړي او د هغو د شخصیت بارز ټکي اوسني نسل ته ولېږدوي. خو دغه ناستې باید یوازې تر یادغونډو او ستاینغونډو راټولې نه وي. اوس شهید شفیق نه زموږ د مبارزاتي تاریخ کوم تصادفي اتل دی او نه هم کوم عارف او نېک انسان چې یوازې يې په اصطلاح ښه سړیتوب وستایو او مدحه یې وکړو. شفیق سیاستوال و، تر لومړي وزارته یې دولتي دنده په کامیابۍ سره پرمخ وړې، څه یې کړي وو، څنگه یې کړي وو...دا مهم دي. داسې څه یې کړي وو، چې نن یې شخصیت او سیاست ستایل کېږي. دا مهمه ده. 
 هغه څه چې د شهید شفیق شخصیت تر نورو سیاستوالو راجلا کوي، هغه لومړی د ده علمي شخصیت و چې موږ داسې لږ سیاستوال لرلي وو چې د ده په څېر دې زده کړې وې. البته موږ د دکتورا تر کچې سیاستوال لرل، مثلاً د ډیموکراسۍ د لسیزې لومړنی صدر اعظم، ډاکټر یوسف له جرمني په فزیک کې دکتورا لرله؛ خو د شهید شفیق پوهه بیا د هغه په کچه پراخه او هراړخیزه وه. د وطن له دودیزو دیني مدرسو، تر کابل پوهنتونه بیا تر مصر او ان تر متحده ایالاتو یې زده کړې کړې وې. له دې سره یې شخصیت کې ادبي ذوق جوت و، د پښتو و دري شاعر او کیسه‌لیکوال و. خلاصه د شخصیت او فکر پراختیا یې زموږ په سیاستوالو کې کم‌سارې وه او ده. 
 دویم ټکی، چې دلته ماته ډېر مهم دی او ولسمشر غني پرې ننگوم، هغه د ده سیاست و. شهید شفیق شاوخوا شپږ میاشتې لومړی وزارت کړی؛ خو د داوود خان کودتا د ده د پلانونو د لارې خنډ شول. د داوود خان د سرطان شپږ ویشتمې کودتا نه یوازې دا چې د ده د پرمختیايي پلانونو د لارې خنډ شول، بلکې د افغانستان په سیاست او اردو کې یې د کودتا په اصطلاح بدعت سيئة دود کړ، چې په پای کې يې خپله هم د خلقیانو او پرچمیانو د کودتا قرباني شو. په هر صورت، دلته د داوود پر کړنو بحث نه کوو. 
 هغه څه چې د موسی شفیق په سیاست کې ډېر بارز و، هغه دا و چې ده د افغانستان د بهرني سیاست په تړاو سنتي فکر مات کړ. هغه مهال زموږ سنتي فکر دا و، چې له شوروي اتحاد هاخوا موږ له امریکا سره د نژدې کېدا جرئت نه شوای کولی. شفیق هم په عقلاني-تحلیلي لحاظ پر دغسې د سیاست پر یوه بدلون قانع و او هم یې د داسې یو بدلون لپاره جرئت درلود. دلته باید د ظاهر شاه دا کار هم وستایل شي، چې شفیق ته یې د بهرني سیاست په اړه پوره واک ورکړی و. شفیق په پام کې لرل، چې د افغانستان بهرنی سیاست له شوروي‌محورۍ وژغوري. هغه مهال د سړې جگړې منځني کلونه وو، نړۍ په دوو متضادو قطبونو وېشل شوې وه. شفیق غوښتل افغانستان باید په خپل بهرني سیاست کې د شوروي‌محورۍ پر ځای څو نور آپشنونه هم له ځان سره ولري. د همدې لپاره یې اول له ایران سره د هلمند د اوبو لانجه یوه معقول حل ته ورسوله. ورپسې يې په پام کې لرل، چې له پاکستان سره د پښتونستان لانجه هم داسې اواره کړي، چې دواړو هېوادونو ته د منلو وړ وي او په پای کې دواړه هېوادونه وکولی شي له شته فرصتونو گټه پورته کړي. د سړې جگړې پر مهال، زموږ په سیمه کې ایران او پاکستان د متحده ایالاتو اقمار وو. د دې لپاره چې له متحده ایالاتو او عربي نړۍ سره افغانستان ښې اړیکې ولري، په کار وه چې په سیمه کې د امریکا له اقمارو سره اړیکې عادي شي. موږ نه شو کولی له ایران سره د اوبو او پاکستان سره د پښتونستان د لانجې اواري یوازې د همدغو مسئلو په حد کې وگورو. که دغه لاسته‌راوړنې د نړیوال سیاست په کانټېکسټ کې وگورو، شفیق غوښتل له دې لارې لویو موخو ته ځان ورسوي. 
 که شفیق خپل کار ته پرېښودل شوی وای، د دغه سیاست له لارې به یې له یوې خوا په بهرني سیاست کې د افغانستان لپاره انتخابونه زیاتول، له بلې خوا یې کولای شوای چې د شوروي لپاره هم د افغانستان د دوستۍ بیه لوړه کړي. په نړیوالو اړیکو کې چې څومره د یوه دولت اړیکې پراخې وي، په هماغه کچه یې فرصتونه زیات او نړۍ کې ارزښت پاموړ وي. شفیق په حقیقت کې د افغانستان سنتي، یکنواخته او بې تحرکه بهرني سیاست ماتولو او متحرکولو هڅه کوله. شفیق غوښتل له شته فرصتونو گټه پورته کړي او سنتي لید مات کړي. 
 نن موږ بیا یوه شفیق ته اړتیا لرو، چې د احساساتو او جنوني فیصلو پر ځای، په سیاسي تعقل او درایت سره هغو فرصتونو ته پام وکړي، چې افغانستان ته په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه شته. داسې چاته اړتیا لرو، چې اوسنی سنتی-امریکايي‌محوره سیاست مات کړي او لږ له امریکايي‌محورۍ پراخ فکر وکړي. په افغانستان کې له شپاړس کلن امریکايي شتون وروسته، نن هم چې موږ نه پوهېږو چې امریکا سره کومې مشترکې گټې لرو، دا په خپله ښيي چې لږ تر لږه پر روان سیاست د یوې جدي بیاکتنې اړتیا محسوسه ده. د ترهرگرۍ‌ضد جگړې په نامه په افغانستان کې نوې مبهمې، افراطي او ترهرگرې ډلې سر راپورته کوي. د امریکا سیاست ورځ تر بلې له بلا ډېرو ابهامونو او بدگومانیو سره مل کېږي. موږ اوس داسې سیاستوال ته اړتیا لرو، چې تعقل او جرئت سره روان وضعیت ننگوي، لږ پراخ لید سره کولی شي چې له دې حالته افغانستان وژغوري. 
 یوازې ښايي دا پوښتنه وکولی شي زموږ د بهرني سیاست ډېرې پوښتنې ځواب کړي، چې ولسمشر غني ولې په خپله سیمه‌ییز سیاست کې له دوه کاله ولسمشرۍ وروسته هم څه ترلاسه نه کړل. د غني د بهرني سیاست هغه حلقې چې زموږ سیمه یې په کې رانیوله، ولې وصل نه شوې او نژدې راتلونکې کې يې هم د وصلېدو هیله نه شي کېدای. ډاکټر غني د خپلې ولسمشرۍ په دویمه ورځ له امریکا سره یو نابرابر، مبهم او لانجمن تړون لاسلیکوي، بیا توقع لري، چې چین او روسیه دې د ده د حکومت ملا وتړي! چین خو تر اوسه په زغرده څه نه دي ویلي؛ خو د روسیې ضمیر کابلوف تېره اوونۍ په څرگندو ټکو په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون له پوښتنې سره مخ کړ. 
 دا مسوولیت ډېر ولسمشر اشرف غني ته راجع دی. نن نه نوره نړۍ یوه قطبي ده او نه په دې مبهم سیاست سره موږ په دې قانع کېدای شو چې امریکا سره مشترکې گټې لرو، ترهگرۍ ضد جگړه ده او د افغانستان بیارغونه ده...! دا هر څه شپاړس کاله وویل شول، شپاړس کاله که غولېږو، بیا نو د دې وطن د جوړېدو هېڅ هیله نه شته. 
 چې خبره رالنډه کړم، شفیق د ستاینو پر ځای له موږ غواړي د افغانستان لپاره نوې ایډیا تولید کړو، کار پرې وکړو، ویې ازمویو..گوندې که یوه حل‌لاره وموندای شو. 
 درنښت