برما کې د مسلمانانو د شړلو، وژلو او جنسي تېريو لړۍ روانه ده

سيمه او نړۍ

برما کې د مسلمانانو د شړلو، وژلو او جنسي تېريو لړۍ روانه ده

510

د ميانمار (برما) د پوځ له لوري د مسلمانانو د کليو ورانولو او د هغوی د شړلو لړۍ په زور کې روانه ده. د برما رسنيو او حقوقپوهانو خبر ورکړی، چې پوځ په دې وروستيو کې د هېواد لويديځ لور ته اراکان ايالت کې د روهنګي مسلمانانو د اقليت ګڼ کلي ويجاړ کړي او زرګونه تنه یې د بنګله دېش لور ته شړلي دي. دا وروسته له هغه ده، چې ملګرو ملتونو هلته د جرمونو د پلټلو په پار يو پلاوی واستاوه.

عيني شاهدان وايي، چې د برما پوځ د روهنګي اقليت کلي ويجاړ کړل او له شلو پر ډېرو مېرمنو يې جنسي تېری وکړ، پوځ همدا راز لسګونه سړي وهلي ټکولي او شکنجه کړي دي.

ملګرو ملتونو پرون راپور ورکړ، چې يوازې تېره اوونۍ له اراکان ايالته دوه ويشت زره تنه مسلمانان بنګله‌دېش ته واوښتل، چې تر دې دمه هلته د تلليو دغو مسلمانانو شمېر ۶۵ زرو ته ورسېد.

د برما پوځ ارکان ايالت کې د تېر اکتوبر له پيله عمليات پيل کړي او ځايي خلک په بېلا بېلو ډولونو تعذيبوي او شکنجه کوي. د برما حکومت دغه اوسېدونکي د دې هېواد نه بولي او له هېواده يې شړي، خو هغوی وايي، چې له نسلونو نسلونو دلته اباد دي.