له افغانستان نه ستانه شوي کاناډايي سرتېري خپل ځان او کورنۍ وژلي

سيمه او نړۍ

له افغانستان نه ستانه شوي کاناډايي سرتېري خپل ځان او کورنۍ وژلي

869

يوه کاناډايي سرتېري چي په افغانستان کې دنده ترسرې کړې وه، خپل ځان او خپله کورنۍ يې وژلې ده.
د سي بي سي د راپور پر بنسټ، ۳۳ کلن ليونل ډيسمونډ لومړی خپله مېرمنه شانه، خپله لس کلنه لور عاليه او خپله مور برينډا ووژل او بيا يې خپل ځان وژلی دی. ويل کېږي چې هغه له جګړې وروسته د ذهني ګډوډۍ په ناروغۍ اخته شوی و.

کاناډايي سرتېري وايي ډيسمونډ په ۲۰۰۴ ز کال کې په پوځ کې شامل شوی و. په ۲۰۰۷ ز کال کې افغانستان لېږل شوی و او بيا د تېر کال په اګست میاشت کې بېرته کاناډا ته ولېږل شو.
پوځ زياته کړې چې ډيسمونډ په لومړي ځل له کاناډا بهر کوم بل هېواد ته لېږل شوی و.
د سې شنبې په ورځ يې جسدونه موندل شوي چې جنازه به یې کاناډايي حکومت وکړي.