خالد پښتون: په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو او داعش له بريدونو وېره لرو

افغانستان

خالد پښتون: په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو او داعش له بريدونو وېره لرو

172

 د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان او پاکستان ځينو پخوانيو او اوسنيو دولتي چارواکو او د ولسي جرګې د غړو تر منځ درېيمه دوه اړخيزه غونډه جوړه شوې وه.
 غونډې ته د افغانستان له خوا د ولسي جرګې غړو، خالد پښتون، هيلۍ ارشاد، د سوداګرۍ وزارت پخواني مرستيال مزمل شينواري، وږمه فروغ د دفاع وزارت سلاکارې ويناوې وکړې.
د پاکستان له لوري پخوانيو سفيرانو قاضي همايون او ميا ثنا، ځينو ايالتي وزيرانو او د پوليسو مشر شعيب ويناوې وکړې. دغه راز د افغانستان او پاکستان ته د سويډن پخواني سفير هم وينا وکړه.
 د ډان نيوز د راپور پر بنسټ، خالد پښتون وويل «موږ بايد د افغان پوځ ستاينه وکړو، دوی تمرين په اوږدو کې د دې وړتيا لري چې د طالبانو بريدونه په شا وتمبوي، موږ په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو او داعش له بريدونو وېره لرو. موږ بايد د ترهګرو د ځالو په کمزوري کولو کې د پاکستان د هڅو ستاينه هم وکړو».
 پښتون زياته کړې چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ هېڅ ستونزه نه شته. دواړه هېوادونو د دې اړتيا لري چې په خپلو کې د مذهبي، کلتوري ارزښتونو، خوراک، موسيقۍ او ژبو د نږدې والي لپاره کار وکړي.
 مزمل شينواري د مهاجرو د مودې د غځولو په پرېکړه خوښي څرګنده کړه. هغه ويلي چې دواړه هېوادونه دې د دوه اړخيزې سوداګرۍ په لوړلو توجه وکړي. شينواري د پاکستان د کرکټ بورډ نه مننه وکړه چې افغان لوبغاړو ته يې د ورتګ بلنه ورکړې ده.
 د پاکستان له لوري قاضي همايون، د پاکستان-روسيې او چين درې اړخيزې ناستې ته په اشارې وويل چې په دغه ډول ناستو ګډون به د افغانستان په ګټه وي.
ميا ثنا وويل چې د دواړو هېوادونو تر منځ د باور نه شتون ستره مسئله وه.
 د دواړو هېوادونو له پاره د سويډن پخواني سفير وويل «زه له دواړو هېوادونو برابره سره مينه لرم، زه غواړم چې دغه دوه ګاونډي هېوادونه د يوه بل دوستان ووينم».