افغانستان کې د امريکایي پوځ قومندان شمالي وزیرستان ته تللی

افغانستان

افغانستان کې د امريکایي پوځ قومندان شمالي وزیرستان ته تللی

546

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان ډبليو نېکولسن د پاکستان لوی درستيز قمر جاوید باجوه سره تر لېدنې وروسته د نوموړي په ملتیا د وزیرستان ميرانشاه ښار ته تللی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو (آی اس پي آر) ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی د دوشنبې په ورځ پاکستان ته تللیو.

خبرپاڼه زیاتوي چې لوی درستیز جنرال باجوه سره د خبرو پرمهال د افغانستان د امنیت او د افغانستان او پاکستانتر منځ دپولې د امنیت او څارنې په اړه خبرې اترې وکړې.

باجوه د افغان ملي پوځ د روزنې او د افغانستان د امنیت په تړوا د بهرنيو ځواکونو هڅې وستایلې.

خبرپاڼه زیاتوي چې باجوه په یاده ليدنه کې د افغانستان او پاکستان د پولې پرامنیتي مېکانېزم ټینګار وکړ او روښانه يې کړه چې آر اس ام (چټک غبرګون)په دې ډګر کې ډېر څه کولای شي.

نېکولسن وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتوستاينه کړې او د پاک افغان پولې امنيتي همغږييې اړینه بللې.