اروپا کې واورو له څلوېښتو ډېر کسان وژلي

سيمه او نړۍ

اروپا کې واورو له څلوېښتو ډېر کسان وژلي

482

سختۍ يخنۍ او واورو د اروپا په بېلا بېلو هېوادونو کې له څلوېښتو ډېر کسان وژلي دي، چې ډېری يې په پولينډ کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کنګلونو تېره ورځ بېرته په اوبو کېدو پيل وکړ.

د راپورونو پر اساس وړمه ورځ پولينډ کې لس تنه د سختې يخنۍ له کبله ووژل شول، د حرارت درجه هلته منفي شل وه، دا وروسته له هغه و، چې د شنبې او جمعې په ورځ هم لس تنه وژل شوي وو. اړوندو ادارو خبر ورکړ، چې له تېر نومبر راهيسې د واورو له کبله د وژل شويو شمېر ۶۵ تنه شو.

د چک هېواد چارواکو هم د جمعې په ورځ د شپږو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه راز بلکان هېوادونو کې د حرارت درجه منفي ۲۸ ته رسېدلې ده، چې يو تن په کې په داسې حال کې موندل شوی، چې جامد و.

د اوکراين چارواکو دې هېواد کې د يخ له کبله د وژل شوي شمېر اته تنه ښودلی او پنځه نور په سپينه روسيه کې وژل شوي دي. ايټاليا او فرانسه کې د يخنۍ له کبله شپږ تنه وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان دي.

په ګڼو نورو هېوادونو کې هم د حرارت درجه ان تر منفي ۳۳ رسېدلې ده، چې له امله يې کارونه په ټپه ولاړ دي او د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی.