که غواړئ له عینکو خلاص شئ، له څو کوچني عادتونو به ځان خلاصوئ

روغتیا

که غواړئ له عینکو خلاص شئ، له څو کوچني عادتونو به ځان خلاصوئ

2537

که غواړئ له عینکو ځان خلاص کړئ، د سمارټ فون استعمال کم کړئ.

 دا خو ټول مني چې د سمارټ فون سکرين ته زیات کتل ښه نه دي، خو د یوې نوې طبي څېړنې له مخې دغه کړنه زموږ له اټکله زیات سترګو ته نقصان رسوي.
 د بي ام اس آپتالمولوجي جرېدې په یوه نوې څېړنه کې ويلي، هغه کسان چې خپل زیات وخت سمارټ فون کې تېروي، د سترګو ګڼې ناروغۍ ورته پېښېږي ناروغیو ورته پېښېږي.
 راپور وايي، چې سمارټ فون ته زیات کتل سترګې خوشکوي او اوښکې ورسره کمېږي، چې له امله يې د سترګو خارښ، سوروالی او سوځش ورسده پيدا کېږي.
 په عام ډول له دغو ناروغیو بوډاګان سرټکوي خو د سمارټ موبایلونو په راتګ سره اوس په ځوانانو کې هم تر ډېره زیات شوی دی.
 راپور زیاتوي څوک چې سکرين ته ګوري نو د سترګو رپېدل ورسره کمېږي او د یادو مرضونو ګواښ ورسره پیاوړی کېږي.
 راپور په پایله کې کاږي چې د یادې ناروغيو څخه د ځان بچ کولو له پاره باید روزانه له دوه ګنټو څخه مسلسل سمارټ کرین ته له کتو ډډه وکړای شي