کرزی: د امريکا-روسيې د اړيکو ښه کېدل د افغان سولې له پاره ښه دي

افغانستان

کرزی: د امريکا-روسيې د اړيکو ښه کېدل د افغان سولې له پاره ښه دي

425

پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي د امريکا او روسيې د اړيکو ښه کېدل د افغان سولې له پاره ښه دي.
 هغه په يوه ټويټ کې ليکلي، زه د ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه دريځ، چې له روسيې سره به اړيکې جوړوي، ملاتړ کوم. هغه ليکلي دا به د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات له پاره ښې وي.
 ټرمپ چې د جنوري د مياشتې له شلمې وروسته به د امريکا ولسمشر شي، د خپلې ټاکنيزې مبارزې او له بريا وروسته يې څو ځلې د اړيکو د ښو کولو خبره کړې. د ټرمپ دغه دريځ د هغه مخالفين راپارولي او ټرمپ يې غندلی دی. 
 د روسيې او د اوباما د حکومت اړيکې د سوريې، اوکراين او د امريکا په تېرو ټاکنو کې د لاس وهنې له امله خرابې دي.
 ټرمپ دوه ورځې وړاندې په دوو جلا ټويټونو کې له روسيې سره د اړيکو په ښو کولو ټينګار کړی و او ليکلي يې و چې له روسيې سره د اړيکو د جوړولو مخالفين احمقان دي.
 ولسمشر کرزي د يوه ټويټ له لارې د ټرمپ له دغه دريځ نه ملاتړ کړی او د نړۍ د دوو پياوړو هېوادونو تر منځ يې د اړيکو ښه کول د سيمې او افغانستان په ګټه بللي دي.