ټولپوښتنه: د لوېديځو هېوادونو اوسېدونکي د درېيمې نړیوالې جګړې له پېښېدو وېره لري

سيمه او نړۍ

ټولپوښتنه: د لوېديځو هېوادونو اوسېدونکي د درېيمې نړیوالې جګړې له پېښېدو وېره لري

195

هغه ټولپوښتنه چې د YouGov  له لوري شوې، ښيي چې د لوېديځو هېوادونو ځينې اوسېدونکي فکر کوي، نړۍ د درېيمې نړيوالې جګړې پر ژۍ ولاړه ده.
سپوتنيک، د the Independent ورځپاڼې په حواله ليکلي، دغه ټولپوښتنه چې ټولنپوهانو ترسره کړې،  ۹ زره کسان په کې د امريکا، انګلستان او فرانسې په شمول پوښتل شوي دي.
د امريکا په متحده ايالاتو کې ۶۴ سلنه خلکو ويلي چې د درېيمې نړيوالې جګړې شونتيا شته. يوازې  ۱۵ سلنه خلکو يې په نړۍ کې د سولې په هڅو باور ښودلی دی.
په انګلستان کې ۶۱ سلنه خلکو د درېيمې نړيوالې جګړې په نږدې کېدو باور درلود او يوازې ۱۹۹ سلنه خلک د سولې راتلو ته خوش بينه دي.
 د ياد شوي سازمان د مدير انتوني ولز په وينا د دريمې نړيوالې جګړې له پېښېدو تر ټولو ډېره وېره فرانسویان او امريکايان لري.
په راپور کې ويل شوي چې ۸۱۱ سلنه فرانسويانو وېره ښودلې چې نږدې راتلونکې کې به په فرانسه کې يو بل ترهګريز بريد کېږي.
دغه راز ۷۱ سلنه انګرېزانو او ۵۹۹ سلنه امريکايانو د روسيې نظامي ګواښونه حس کوي.