وزارت: يو مليون کسان د هېواد دننه بې کوره شوي

افغانستان

وزارت: يو مليون کسان د هېواد دننه بې کوره شوي

248

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د جګړو او نا امنيو له کبله د هېواد دننه د بې کوره شويو وګړو شمېر له يو مليون تنو اوړي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په ټول کال کې د دومره وګړو د بې کوره کېدو وړاندوينه کړې وه.

د کډوالو چارو وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال فضل احمد عظيمي پژواک سره خبرو کې ويلي، چې د وزارت له نويو شمېرنو سره سم د روان کال د وري د مياشتې له پيله د لړم تر پايه پورې ۱۶۳۳۷۱ کورنۍ بې ځايه شوې دي، چې شاوخوا يو مليون کسان کېږي.

نوموړي زياته کړې ده، چې د بې کوره شويو دا شمېرې د تېر کال په نسبت دوه برابره شوې دي، چې تېر کال يوازې اتيا زره کورنۍ وې.

د عظيمي په وينا هڅې کېږي، چې د دولت او نړيوالې ټولنې له ځانګړو شويو مرستو اړمنو کورنيو ته مرستې ورسېږي.

خو پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې دغه وضعيت خورا اندېښمنوونکی دی. هغه زياته کړه، چې د افغانستان حکومت د دغو بې کوره شويو د مرستې له پاره پنځو سوو مليونو ډالرو ته اړتيا لري.

بل پلو نږدې يو مليون وګړي تېر کال له پاکستان او ايرانه هېواد ته راستانه شوي دي، چې ډېری يې د سرپناه او کورونو د نه شتون، بې کارۍ، لوړو بيو او ساړه موسمه سر ټکوي. کابل کې دغو کډوالو وړمه ورځ رسنيو ته وويل، چې که دولت يې ستونزې نه شي اوارولی، بېرته دې له هېواده د وتلو اجازه ورکړي.