دولت: هلمند ته د نويو امريکايي سرتېرو د استولو غوښتنه مو نه ده کړې

افغانستان

دولت: هلمند ته د نويو امريکايي سرتېرو د استولو غوښتنه مو نه ده کړې

325

د افغانستان دولت ويلي دي، چې هلمند ته نوي درې سوه امريکايي سلاکاران د دوی په غوښتنه نه استول کېږي، بلکې خپله د امريکايي سرتېرو ماموريت او روټين دی.

د دفاع وزارت وياند جنرال محمد رادمنش رسنيو ته ويلي، چې دغه درې سوه سرتېري هلته د نورو دريو سوو امریکايانو ځای نيسي، چې له هلمنده به ووځي. دا سرتېري به هلته افغان ځواکونو ته سلا مشورې او روزنه ورکوي.

افغانستان کې د ناټو ماموريت وړمه ورځ اعلان کړه، چې د امريکايي سمندري ځواک درې سوه نور سلاکاران هلمند ته استوي، ناټو دا نه دي ويلي، چې له هلمنده د دې پر ځای نور سرتېري ويستل کېږي او که نه. هلمند کې لا له وړاندې له پنځو سوو ډېر امريکايي سرتېري ځای پر ځای دي، چې هوايي بريدونه کوي او جګړه کې افغان ځواکونو ته لارښوونې کوي.

وسله والو طالبانو د ناټو د دې پرېکړې په غبرګون کې ويلي دي، چې ناټو غواړي په دې کار سره هلته د افغان ځواکونو «لوېدلی مورال» تقويه کړي او هغوی ته روحيه ورکړي.

د هلمند ډېره برخه وروسته له هغه د طالبانو لاس ته ولوېده، چې بهرني ځواکونه دوه کاله مخکې له دې ولايته ووتل. په روانه جګړه کې هلمند هغه ولايت دی، چې تر ټولو ډېر بهرني پوځيان په کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې هلمند کې د جګړې اوپراتيفي مسوول جبار قهرمان وايي، چې نړيوالې ټولنې او افغان حکومت په ګډه دا سلا کړې، چې دغه سرتېري هلمند ته واستوي. هغه کابل نيوز سره خبرو کې زياته کړې ده، چې که د دې دريو سوو امريکايانو له راتګ سره جګړه کابو نه شوه، «نو پلان داسې دی، چې د دې سرتېرو شمېر به ان زرو ته لوړ شي». د هغه په وينا که سلو ته ضرورت و، دلته به سل راځي او که زرو ته ضرورت و، دلته به زر راځي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د ناټو پر دې پرېکړه نيوکه کړې او څرګنده کړې يې ده، چې د امريکايي سرتېرو استول به هلته جګړه نوره هم پراخه کړي. مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازو رحمت الله اڅکزي او شېر محمد اخوندزاده او د جرګې رييس فضل هادي مسلميار د دې پرېکړې په غبرګون کې امريکا سره د امنيتي تړون د لغو کولو غوښتنه کړې ده.