پاکستان کې پوځي محکمو کار درولی

سيمه او نړۍ

پاکستان کې پوځي محکمو کار درولی

144

پاکستان کې د مودې ختمېدو له امله خپل کارونه درولي دي.
د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (آی اس پي آر) خبر ورکړی، چې د ترهګرۍ د مخه نيولو په موخه جوړو شوو پوځې محکمو کاري نېټه پای ته ورسېده او خپل کار يې درولی دی.
تر دې دمه یادو محکمو ۲۷۴ قضيې څېړلي، چې يواځې ۱۶۱ کې يې د اعدام حکم او ۱۱۳ نورو کې يې د بند حکم ورکړی دی.
آی اس پي آر وايي، چې پوځې محکمې په اساسي قانون کې د ترمیم په واسطه منځ ته راغلې او د ترورېزم په کمولو کې يې ښه کردار ادا کړ.
د یادونې وړ ده چې پېښور کې پر پوځي سکول تر بريد وروسته د ۲۰۱۶م کال جنورۍ میاشت کې د پاکستان پارلمان پوځي قانون کې ۲۱ ترميم په واسطه پوځي محکمې ایجاد کړې.